لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پوښتونخوا کې سیلابونو کې ٩٠ تنان مړه شوې


خیبر پوښتونخوا کې سیلابونو کې ٩٠ تنان مړه شوې
خیبر پوښتونخوا کې سیلابونو کې ٩٠ تنان مړه شوې

د خیبر پوښتونخوا د پولې هاغه اړخته افغانستان کې د نیټو ځواکونو په مشرقي ننگرهار ولایت کې په سیلاب کې گیر ٢٠٠ خلک محفوظو ځایونو ته منقتل کړی شوې دي.

د پاکستان شمال غربي خیبر پوښتونخوا صوبه کې د سختو بارانونو په وجه سیلابونو کې ١٠٠ تنان مړه شوې دي او په پراخه سیمه کې مالي نقصانات رامنځته کړی دی.
د صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلې حکومت د خرابو حالاتو په وجه بیړنۍ وضعه یا ایمرجنسي لگولې ده. هغه وویل د صوبې غرنۍ او میداني ضلعې سیلابونو متاثر کړې دي. هغه زیاته کړه د صوبې په تاریخ کې بدترین سیلاب په کال ١٩٢٩ کې راغلی ؤ خو موجوده سیلاب د هاغه سیلاب نه هم زیات دی.
هغه وویل هاغه سیلاب کې د اوبو اخارج ١٧٥،٠٠٠ کیوسک ؤ او په موجوه سیلاب کې د اوبو بهدیل ٢٥٠،٠٠٠ کیوسک دی. میا افتخار حسین زیاته کړه د سیلاب کچه نوره هم زیاتیدی شی. هغه وویل د صوبې مرکزې ضلعې نوښار او چاسده تر ټولو زیاتې د سیلاب د خطر سره مخ دي.
میا افختار وویل چې د سیلابونو له امله د خیبر پوښتونخوا په مختلفو برخو کې ٦٠ خلک مړه شوې دي. خو غیر سرکاري رپورټونه وائې د وژل شؤو خلکو شمیره د ١٠٠ ؤ نه هم زیاته ده.
صوبائې وزیر زیاته کړه چې ۴٠٠،٠٠٠ لکه خلک په اوبو کې نښتې دي او امدادي ادارې د موسم د ښه کیدو انتظار کوي چې په هیلې کاپټرونو کې نښختې خلک راوستلی شي.
هغه د خلکو نه غوښتنه ووکړه چې سکولونو، تهاڼو او هسپتالونو کې دې ځانونه د سیلاب نه محفوظ ساتلو په غرض پناه واخلي. هغه وویل چې شانگله کې په یوه پروژه کارکونکې نهه چینایان بې درکه شوې دې او ٦۴ نور محفوظ ځائې ته منتقل کړی شوې دي.
هغه وویل صوبه کې بیړني حالات یا ایمرجنسي لگول شوې دي، هرې ضلعې ته ١٠ لاکه روپۍ د ایمرجنسي د پاره لیږلی شوې دي او کومو ضلعو ته چې ضرورت زیات ؤ هغوې ته ٢٠ او ٣٠ لاکه روپۍ هم ورکړی شوې دي.
د صوبې وزیراعلی' ١٠ کروړه روپۍ د بیړني حالاتو د پاره مختص کړې دي. خو میا افتخار حسین وویل صوبې ته د مرکزي حکومت، د پوځ او د نورو صوبو لخوا د امداد ضرورت دی.

د پاکستان په جنوبي بلوچستان صوبه کې ددې میاشت په شورو کې د بارانونو او سیلابونو له امله ٥٠ تنان وژل شوې دي او امدادي کارکونکې وائې سیمه کې ٥٠،٠٠٠ خلک د سیلابونو نه متاثره شوې دي.
د خیبر پوښتونخوا د پولې هاغه اړخته افغانستان کې د نیټو ځواکونو په مشرقي ننگرهار ولایت کې په سیلاب کې گیر ٢٠٠ خلک محفوظو ځایونو ته منقتل کړی شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG