لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سیلاب کې د مړو شمیره د ١،٠٠ نه زیاته شوې


پاکستان: سیلاب کې د مړو شمیره د ١،٠٠ نه زیاته شوې
پاکستان: سیلاب کې د مړو شمیره د ١،٠٠ نه زیاته شوې

جنرل اطهر عباس وویل سیلاب په لوېه کچه تباهې رامنځته کړې او دا امکان هم موجود دی چې په ځنې ځایونو کې مرگ ژوبله رپورټ شوې هم نه وي.

د پاکستان د خیبر پوښتونخوا سیلاب ځپلې اوسیدونکې گلې کوي د سیلاب په ترڅ کې د حکومت د ردعمل مناسب نه دی او رپورټونه وائې د سیلاب له امله مړه شؤو خلکو شمیره ١،٠٠٠ ته رسیدلی ده.
په قدرتي افتونو کې د امدادې کار اداره پاکستان نیشنل ډزاسټر مینیجمنټ اتهارټي مشرندیم احمد وائې موجوده سیلاب د کال ١٩٢٩ راهسې تر ټولو زیات دی.
وائس اف امریکا ریډیو سره مرکه کې هغه وویل په دغه هومره لوې سیلاب کې امدادې کار کول په خپل ځان کې هم یو شمیر مشکلات لري.
د پاکستان پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس د خالې په ورځ خبریالانو ته د سیلاب د لاسه د تباهې په حقله څه داسې وویل
په سوات کې یو پل هم سلامت نه دی پاتې. ټول ورکوټې او لوې پلونو په مکمل توگه تباه شوې دي.
چارواکې وائې خیبر پوښتونخوا صوبه کې پنځه څلویښت لوې سړکونو ته نقصان رسیدلی دی. او چین ته تلونکي شاهراه ریشم د سیلابې اوبو د لاندې راغلې ده.
چارواکې دا هم وائې امدادې کار کونکې په سیلاب کې نښتو په زرگونو خلکو ته د رسیدو کوشیشونه کوي.
جنرل اطهر عباس وائې د زرگونو په شمیره کې عسکر امدادي کاروایانو کې مصروف دي او د هیلې کاپټرونو او بیړو په مدد يي ١٩،٠٠٠ سیلاب خلک کې گیر خلک محفوظ ځایونو ته منتقل کړې دي.
هغه خبرداری کړی چې په راتلونکو ورځو کې د نور باران هم امکان دی.
جنرل اطهر عباس وویل سیلاب په لوېه کچه تباهې رامنځته کړې او دا امکان هم موجود دی چې په ځنې ځایونو کې مرگ ژوبله رپورټ شوې هم نه وي.
د ملگرو ملتونو چارواکو ویلې چې د سیلاب په وجه یو میلین خلک متاثر شوې دي، په زرگونو کورونه، سړکونه او پټې تباه شوې دي.
چارواکو د اوبو د لارې خوریدونکو ناروغو په حقله هم اندیښېنې څرگندې کړې دي او حکومت د نړي والې ټولنې نه د امداد غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG