لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سندهـ کې د تباهۍ وروسته سيلابي اوبۀ سمندر ته ورماتيږي


د پاکستان په سندهـ ايالت کې په لويې کچ دتباهۍ خورولو څخه وروسته سيلابي اوبۀ دسمندر لوري ته ورماتې شوي دي او في الحال دنورې ابادۍ په دغو اوبو کې دگيريدو امکان نشته.
په پاکستان کې دغه خونړى سيلاب دتيرې مياشتې په وروستيو کې په شمال لويديزه صوبه خيبرپښتونخوا کې دپشکال دبارانونو له امله پيل شوى ؤ اوخواؤشا پينځه اوونۍ دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ددغه سيلاب له امله 20 فيصده سيمې اغيزمنې شوي دي.
چارواکي وائي ددغه سيلاب له امله خواؤشا دوه کروړه کسان اغيزمن شوي دي او 1600ؤ څخه زيات مړۀ شوي دي.
دسندهـ صوبې د23ؤ ضلعو څخه 19 ضلعې ددغه خونړي سيلاب له امله ځپل شوي چې په دغو ضلعو کې وروستۍ ضلع ټهټه ده.
په پنجاب کې دسيلابي اوبو دکښيناستلو څخه وروستو اغيزمنو خلکو بيرته خپلو کورونو ته ستنيدل پيل کړي دي.
خو سرکاري چارواکي او په امدادي فعاليتونو کې برخه لرونکې اين جي او گانې دمرستو ويش او په متاثره سيمو کې دبحالۍ عمل يو لويې چيلنج گرځوي.
ملگري ملتونه ټينگار کوي چې دسيلاب ځپلو سره دې بيړنۍ مرستې وکړى شي او وائي کۀ چرې دسيلابونو له امله په اغيزمنو شوؤ سيمو کې دخوراکي موادو دکموت سره مخ 72 زره ماشومانو ته په وخت مرستې ونۀ رسول شي نو دهغوي ژوند به دخطرو سره مخ شي.
ملگرو ملتونو په پاکستان کې دراغلي سيلاب له امله په بيړني ډول دمرستو درسد دپاره په روانه مياشت کې د46ؤ کروړو ډالرو دمرستو غوښتنه کړې وه چې ددغو مرستو څخه 64فيصده ملگرو ملتونو ته رسيدلي او دنورو 4ؤ فيصدو مرستو دورکولو باور هم ورته ورکړل شوى دى.
ملگري ملتونه وائي داوسنو څو ورځو په مهال دبيلا بيلو هيوادونو له لوري دمرستو دورکولو بهير کې چټکتيا نۀ ليدل کيږي.
زياتره هيوادونه دسيلاب له امله اغيزمنو شوؤ خلکو دپاره ورکړل کيدونکې پيسې دپاکستاني او نړيوالو غير حکومتي تنظيمونو له لارې لگولو ته اوليت ورکوي او دپاکستان حکومت ته نيغ په نيغه دورکړل کيدونکو نړيوالو مرستو کچه ډيره ټيټه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG