لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان چین ته باور ورکړی ویغر تندروه ډله به هم په نښه کوي


دبرکس غونډې خپله اعلامیه کې پاکستان کې دترهګرو ډلو په شتون اندیښنه ښودلې وه
دبرکس غونډې خپله اعلامیه کې پاکستان کې دترهګرو ډلو په شتون اندیښنه ښودلې وه

په افغانستان کې د پاکستان په لانجمن رول باندې د زیاتیدونکي فشار وروسته د پاکستان د خارجه چارو وزیر نن په بیجنګ کې چین ته ډاډ ورکړی چې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې د ويغر مسلمانانو تندروه ډله ٫٫ ختیځ ترکستان اسلامي تحریک٬٬ یا ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ هم په نښه کیږي.

په پاکستان تور دی چې د حقاني ډلې، طالبانو شورا او ان تر دې چې د چین د ويغر مسلمانانو تندروه ډلې د یاد هیواد په خاوره اډې او خوا خوږي لري.

په بیجنګ کې د خبرو په وخت د چین د خارجه چارو وزیر وانګ ژي ویلي هیواد يې د پاکستان سره ولاړ دی خو د دې اونۍ په سر کې چین او څلورو نورو هیوادونو په پاکستان کې د موجودو ترهګرو ډلو په اړه ویلي وو چې دغه ډلې د سیمې لپاره خطر دی.

تیره میاشت د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم په پاکستان نیوکې کړې وې او ویلي وو چې پاکستان د امریکا نه په بلینونو ډالرې اخستي او په بدل کې د پاکستان په مرسته ترهګرې ډلې افغانستان کې جګړه کوي.

په بیجنګ کې دچین دبهرنو چارو وزیر وانګ ژي د پاکستان د خارجه چارو وزیر خواجه اصف سره َه شریکه یو خبري غونډې ته ویلي چین به د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان سره خپلې مرستو ته دوام ورکوي.

مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې دپاکستان دبهرنو چارو وزیر خواجه اصف دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دهڅو په ملاتړ کولو د چین مننه وکړه.

ښاغلي اصف وویل دخپلې چیني سیال سره یې په سوداګریزو اړیکو، سي پیک اؤ ددفاع په چارو ګټورې خبرې کړي اؤ پاکستان چین ته باور ورکړی چې د یو چین دتګلارې په کلکه ملاتړ کوي. هغه وویل د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان هڅو ګټورې نتیجې ورکړي دي.

نوموړي دا هم وویل چې چین اؤ پاکستان دافغان کشالې هواری په خبرو اترو کې ویني اؤ په دې باور دي چې سیمه کې دامن دپاره دافغان شخړې سوله ایز هواری ضروري دی.

دخارجه وزیر په توګه چین ته خپل دغه لمړی سفر ښاغلي اصف په داسې حال کې کړی چې پاکستان دامهال د ټولې نړۍ لخوا د سخت فشار سره مخ دی چې خپلې خاورې څخه باید دترهګرو خوندي ځالې ختمې کړي.

نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول واشنګټن اؤ کابل تور لګوي چې اسلام اباد دترهګرو ډلو سرپرستي کوي اؤ پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې نړۍ ورسره په جنګ بوخته ده. خو پاکستان دغه تورونه په سختۍ سره ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG