لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالباسط خان : د ملا عمر علاج پاکستان کې نۀ دى شوى


ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې هم په مقامي او بهرنۍ ميډيا کې دکراچۍ په هسپتال کې دافغانستان دطالبانو دمشر ملا محمد عمر دعلاج په حقله خپارۀ شوي خبرونه ردکړي.
ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې هم په مقامي او بهرنۍ ميډيا کې دکراچۍ په هسپتال کې دافغانستان دطالبانو دمشر ملا محمد عمر دعلاج په حقله خپارۀ شوي خبرونه ردکړي.

پاکستان په امريکائي ورځپاڼه واشنگټن پوسټ کې خپور شوى هاغه راپور رد کړى چې گنې د افغاني طالبانو دمشر ملا محمد عمر علاج دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي په مرسته په کراچۍ ښار کې شوى دى.
واشنگټن پوسټ دشورو په ورځ پخپل يو راپور کې وئيلي وؤ دطالبانو مشر ملا محمد عمر باندې د زړۀ دوره راغلې وه او له هغې وروسته هغه ددرملنې دپاره دپاکستان دسندهـ ايالت کراچۍ ښار ته وړل شوى ؤ او دغلته يې علاج شوى دى.
د زيارت په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط سرکاري ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي دا هاغه زړې او بې اساسه اندازې دي چې مقصد يې پاکستان بدنامول او بدگمانۍ پيدا کول دي.
هغه وويل داسې ټول سازشونه به يقيناً چې ناکامه کيږي ځکه چې پاکستان دافغانستان په مشرۍ کې دامن دپځايې کيدو اراده کړې ده.
هغه وويل دامن او ثبات لپاره کيدونکو هڅو کې دپاکستان، افغانستان او نورو فريقينو ترمينځ دغسې دروغ لرې والى نۀ شي پيدا کولى.
د پاکستان دپوځ دعامه اړيکو څانگې يا ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې هم وئيل شوي دي ائي ايس پي ار په مقامي او بهرنۍ ميډيا کې دکراچۍ په هسپتال کې دافغانستان دطالبانو دمشر ملا محمد عمر دعلاج په حقله خپارۀ شوي خبرونه ردوي.
دغه رپورټ يو شخصي استخباراتي نيټ ورک اکلپس گروپ جاري کړى او ادعا يې کړې ده چې دکراچۍ په کوم هسپتال کې دملا عمر علاج شوى هلته موجود يو ډاکټر دغه معلومات ورکړي دي.
په افغانستان کې طالبانو هم په ورځپاڼې واشنگټن پوسټ کې خور شوى خبر رد کړى او وئيلي يې دي ملا عمر بيخي روغ رمټ او محفوظ دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG