لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دخپلو ايټمي پنگوپه هقله انديښنې رد کړي


پاکستان دخپلو ايټمي پنگوپه هقله انديښنې رد کړي
پاکستان دخپلو ايټمي پنگوپه هقله انديښنې رد کړي

پاکستان په وکي ليکس ويب پاڼه خپرو شوؤ دستاويزاتو کې دامريکا او برطانيې له لوري ښودل شوې هغه انديښنې رد کړي چې گنې دپاکستان ايټمي وسلې دتندلارو لاسونو ته ورتللى شي.دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط دشوروپه ورځ بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دغه انديښنې بې ځايه دي.

وياند زیاته کړه تر دې مهاله زمونږ دايټمي موادو دپرانستل کيدو په هکله يوه پيښه هم نۀ ده رامينځته شوې او له دې څخه څرگنديږي چې په دغه هکله زمونږ کنټرول او ميکانزم څومره مضبوط دى. عبدالباسط دوکي ليکس لخوا دخفيه حساسو کاغذونو جاري کول يوه غيرذمه وارانه رويه وگرځوله.هغه وويل دبهرنيو او دفاعي چارو په هقله ددغو معلوماتو رامينځته کول يو غير ذمه دارانه او دغندلو وړ گام دى. عبدالباسط وويل امريکا ددغو کاغذونو جاري کولو نه وړاندې پاکستان په دغه هکله خبر کړى وؤ.

په پاکستان کې دامريکې سفير کيمرون منټر په يوه پاکستاني ورځپاڼه کې خپور شوي خپل مضمون کې دوکي ليکس لخوا ددغو پټو دستاويزاتو مينځ ته راوړل غندلي دي. دوکي ليکس راپور په ډاگه کوي چې امريکا په پاکستان کې د نيوکلئير پاؤر سټيشنو په هکله انديښنې لري چې دغه ايټمي پاور سټينې په ترهه گر بريدونو کې استعماليدلى شي.

وکي ليکس وائي امريکا دکال 2007م څخه هڅه کوي دپاکستان ديو ريسرچ ري ايکټر څخه زيات غني شوي يورينيم له مينځه يوسي خو پاکستان امريکا ته ددغسې کولو اجازه نۀ ده ورکړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG