لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه وزارت ویانده: بهرني حکومتونه دې د پاکستان کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي غیر ملکي حکومتونه باید د پاکستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

رسنیو ته د اوونیزه احوال ورکولو په وخت د بهرنیو چارو ویاندې ویلي د پاکستان اؤ افغانستان فعاله سفارتي ماموریتونه یا مشنز موجود دي اؤ دواړه خواوې د یو بل سره د اړونده اړیکو په ټولو څانګو کې چټک تماسونه لري.

ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان په پرله پسې توګه په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت سره د افغانستان په خاوره کې د "خوارجو" [ټي ټي پي] اؤ نورو ترهګرو ډلو د ځالو معامله راپورته کړې ده .

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې وویل پاکستان د طالبانو حکومت سره دا معامله ځکه پرله پسې راپورته کړې چې پاکستان کې د ترهګرۍ مخه ونیول شي .

اغلې بلوڅ وویل د طالبانو حکومت باید د افغانستان په خاوره کې د موجودو ترهګرو ډلو په ضد رغنده اؤ ګټور ګامونه واخلي.

پاکستان د زیاتې مودې نه تورونه لګوي چې د ټي ټي پي وسله وال اؤ نورې ترهګرې ډلې افغانستان کې خوندي ځالې لري خو د په افغانستان واکمن طالبان پرله پسې د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې هیڅ یوه ترهګره ډله شتون نه لري.

د طالبانو حکومت چې پاکستان پخپله خاوره کې د ناامنۍ ذمه واري باید د افغانستان غاړې ته وانه چوي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې وویل پاکستان په منځني ختیځ کې په رامنتځته کېدونکي وضعیت اندېښمن دی اؤ زیاته یې کړه ایران ته د خپلې دفاع بشپړه حق ترلاسه دی.

ایران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په هکله د يوې پوښتنې ځواب کې خارجه ترجمانې وویل په داسې رقم ګامونو د اسرایل احتساب پکار دی.

هغې وویل غزې کې د اسرایل لخوا د ظلمونو لړۍ روانه ده اؤ تر اوسه دغلته له ۴۰ؤ زرو زیات بېګناه وګړي وژل شوي دي .

د هغې وینا وه چې پاکستان د اسرایلي ظلمونو غندنه کوي غزې کې په روانه نسل وژنه باید د اسرایل نه ځواب وغوښتل شي.

د ویاندې وینا وه چې پاکستان غزې کې د اوربند په اړه هیڅ رقم خبرو کې برخه نه لري.

نوموړې پخپلو خبرو کې واضحه کړه چې بنګله دېش کې په رامنځته شوؤ اوسنیو پېښو کې پاکستان هیڅ رول نه لري اؤ پاکستان د بنګله د ولس ملاتړ کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG