لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت په عدالتي چارو کې د استخباراتو د "لاسوهنې" په اړه د ججانو د تورونو پلټنې ته کمیشن جوړ کړ


وفاقي کابينې د اسلام آباد هایکورټ د شپږو ججانو په خط باندې د پلټنو کميشن جوړ کړی دی او د اؤ ددغه کميشن لپاره یې د ټي او آرز یا تګلارې منظوري هم ورکړي ده۔

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د خالي - شنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو د خط په مندرجاتو په تفصیل سره غور شوی دی.

د حکومتي اعلامیې له مخې وفاقي کابینې د ججانو په خط د پلټنو لپاره د کمیشن د جوړښت منظوري ورکړې ده اؤ ټاکل شوې ده چې د پاکستان پخوانی چیف جسټس تصدق حسېن جیلاني به ددې کمیشن مشر وي.

اعلامیه وایي وفاقي کابینې د پلټنو د کمیشن لپاره ټي او ارز هم منظور کړي چې د هغې له مخې به دغه کمیشن د ججانو په خط کې د لګول شوؤ تورونو بشپړې پلټنې کوي اؤ تعین به کوي چې دا تورونه سم دي که ناسم؟

ټي او ارز کې دا خبره هم شامله ده چې د پلټنو کمیشن به تعین کوي چې ایا د خفیه ادارې کوم غړی نیغ په نیغه مداخلت کې ککړ ؤ ؟ اؤ ددې ترڅنګ به کمیشن ته د پلټنو په مهال د کومې بلې معاملې د ارزونې واک هم ترلاسه وي.

اعلامیه کې ویل شوي چې کمیشن به د پلټنو په کولو سره د حقیقتونو په اساس د کومې ایجنسۍ، محکمې یا حکومتي ادارې په ضد د اقدام وړاندیز کوي.

اعلامیه وایي چې کابینې د شپږو ججانو خط کې د اجرایې یا ایګزیکټيو د لاسوهنې د تور نفي کړې اؤ دا تور یې نامناسب بللی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې کابینې ویلي د پاکستان ایین کې د دریوؤ ریاستي ادارو د اختیاراتو و ویش په اصولو کلک باور لري.

د پاکستان وزیراعظم اوړمه ورځ د پاکستان د چیف جسټس قاضي فایز عیسا سره لیدلي وؤ اؤ د پلټنو د کمیشن په جوړولو یې ورسره خبرې کړې وې.

د پاکستان د سپریم کورټ د ججانو ټولو قاضیانو هم د اسلام باد هایکورټ د ججانو لخوا د لګول شوؤ تورونو په اړوند خپلو کې دوه غونډې د مشر قاضي په مشرۍ کړې دي.

د ججانو لخوا په استخباراتي شبکو لګول شوي تورونه:

روانه اوونۍ د اسلام اباد هايکورټ جسټس محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د لاسوهنې په سر چیف جسټس ته خط ليکلی ؤ او د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه یې کړې وه.‏

پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو ‏غوښتنه کړې وه.‏

د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ته رسمي ‏غبرګون نه دی ښودل شوی.

په خط کې زياته کړل شوې، په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د ‏استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.‏

شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د ‏شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.‏

خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو ‏چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.‏

په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر ‏فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې ‏سخت فشار اچول شوی وو.‏

ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف ‏جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره یې خبره شوې، چې بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG