لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ ار ډبلیو: د پاکستان د جامو جوړولو په صنعت کې د کار حالات سخت دي


په کال ٢٠١٢ کې د کراچۍ په یوه کارخانه کې اور ولگېدو او پکې د ٣٠٠ نه زیات تنان مړه شول

د پاکستان د جامو د جوړولو په صنعت کې په لکونو خواري کښ په سختو حالاتو کې کار کوي چې پکې د کارکونکو د وهلو ټکېدلو، په جنسي توگه د زورول کېدلو او غلسخانو ته د تگ اجازت نه ورکېدلو غوندې مشکلات شامل دي. دا خبره د انساني حقونو فعالانو کوي.

د رویټرز خبري اداره په خپل یو رپورټ کې وايي که څه هم په نژدې کلونو کې د جامو جوړولو په کارخانو کې د اور لگېدو وروسته د مزدورانو تنظیمونو احتجاجونه کړي او د کارخانو مالکانو اصلاحات کړي خو د انساني حقونو اداره هیومن رایټس واچ وايي د پاکستان یو اشاریه پنځه مېلینه کارکونکو د سختو شرایطو دلاندې کار کوي.

هیومن رایټس واچي وايي د جامو جوړولگ په صنعت کې د کارکونکو تحفظ په اړه د پاکستان حکومت خپله ذمه واري د پامه غورځولې ده.

په کال ٢٠١٢ کې د کراچۍ په یوه کارخانه کې اور ولگېدو او پکې د ٣٠٠ نه زیات تنان مړه شول.

رویټرز وايي هیومن رایټس واچ د ١۴٠ کارکونکو سره خبرې کړي او هغوی ورته د کار حالات او خپل مشکلات بیان کړې دي چې پکې کم معاشونه، د رخصتیو نشتوالی او نور غیر یقیني حالات شامل دي. کارکونکو وویل دوی ته د خپلو حقونو د تحفظ دپاره د یونین یا د اتحاديي جوړولو اجازت نه ورکړی کیږي.

رویټرز وايي د پاکستان د رښتو او د جامو جوړولو دوو لویو تنظیمو دا خبره رد کړې چې گنې په کمپنو کې کارکونکي په نامناسبو حالاتو کې کار کوي او دریځ یې و چې که چېرې داسې وی نو دوی به خارجي کمپنیو ته د هغوی مصنوعات نه تیارول.

د ال پاکستان ټېکسټایل ملز ایسوسي ایشن مشر حامد طفیل خان رویټرز ته وویل که چېرې د تنظیم غړي صنعتونو د مزدورانو د قوانینو پابندي نه کولی نو د نړۍ مشهورو کمپنیو به په دوی خپل مصنوعات نه تیارول.

د کارکونکو د غسلخانې د استعمال په اړه د پاکستان د تیارو جامو د صنعت مبشر نصیر بټ وویل که چېرې کارکونکي د حاجت پوره کولو دپاره یوه گنټه لگوي نو فطري خبره ده چې څوک یې هم اجازت نشي ورکولی.

سند چې د جامو د صنعت مرکز دی، د حکومت یو چارواکي رویټرز سره خبرو کې دا تاثر رد کړو چې گنې په دې صنعت کې په دومره لویه کچه د کارکونکو د قوانینو خلاف ورزي کیږي.

خو هیومن رایټس واچ وايي د جامو په کارخانو کې په باقاعده توگه د قوانینو خلاف ورزۍ کېږي او حالات یې د نړيوالو معیارونو سره سمی نه خوري.

اداره وايي د جامو په کارخانو د کمه عمره ماشومانونه کار اخیستل کیږي او مېرمنې، چې د کارکونکو ٣٠ فیصد برخه دي، د تعصب سره مخامخ کیږي.

رویټز وايي کارکونکو ته په ځینو کارخانو کې د څښلو صفا اوبه هم نه ورکړی کیږي او که کوم کارکونکی ناروغه شي نو رخصتۍ پېسې نه ورکړی کیږي.

د کارکونکو د خېر ښېگړې تنظیمونه وايي که چېرې د جامو په صنعت کې کارکونکو ته د یونینونو یا اتحادیو جوړولو حق ورکړی شي نو حالات یې ښه کېدی شي.

XS
SM
MD
LG