لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوځ د تنقید وروسته خبریال حامد میر وايي د ټي وي پروګرام نه لېرې کړی شو


حامد میر ویلي د کورنۍ غړو ته دړکې هم ورکړی کېږي خو هغه یې نور څه وضاحت نه دی کړی
حامد میر ویلي د کورنۍ غړو ته دړکې هم ورکړی کېږي خو هغه یې نور څه وضاحت نه دی کړی

په اسلام اباد کې د خبریالانو د یو احتجاج په موقع د پاکستان په پوځ د تنقید نه وروسته خبریال حامد میر ویلي جیو نیوز ټېلې وژن هغه د کېپټل ټاک پروګرام د کوربتوب نه لېرې کړو.

د پاکستان د خبریالانو مركزي تنظیم پاکستان فېډرل یونین اف جرنسلسټس، پي اېف یو جی، د حامد میر د لېرې کېدو غندنه کړې ده.

حامد میر به په هفته کې پېنځه ورځې د کېپیټل ټاک پروګرام کوربه و. په پروګرام کې به په روانو چارو او سیاسي موضوعاتو بحث کېدو.

د وي او اردو څانګې سره خبرو کې حامد مېر تصدیق کېپیټل ټاک د کوربتوب نه د لېرې کېدو تصدیق وکړو. هغه وویل د چېنل انتظاميي ورته فقط دومره ویلي چې هغه د خپل پروګرام کوربتوب نشي کولی.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي جنګ ګروپ چې د جیونیوز ملکیت لري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د خبریالانو تنظیم پي اېف يو جی کېپیټل ټاک نه د حامد میر د لېرې کېدلو غندنه کړې ده.

په اسلام اباد کې په خبریال اسد طور د حملې په ضد د جمعې په ورځ د خبریالانو د احتجاج په موقع حامد میر په ځینو ریاستي ادارو سختې نیوکې کړې وې. که څه هم هغه د کومې ادارې نوم نه و اخیستی خو څېړونکي وايي د هغه د تنقید هدف پوځ و.

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه اسد طور په هغه د حملې الزام په ايي اېس ايي پورې کړی دی خو د خالي، شنبې، په شپه داخله وزارت د ايي اېس ايي یو بیان جاري کړو چې ايي اېس ايي پکې په ادارې پورې شوي الزامات ردکړل. په بیان کې وویل شو چې د ادارې د بدنامولو کوښښونه کېږي.

په اسد طور د حملې په ضد د خبریالانو د مظاهرې یوه وډیو خپره شوي چې پکې حامد میر لیدل کېږي چې وايي "که چېرې تاسو زمونږ په کور کې دننه مونږ وهئ نو مونږ خو ستاسو کور ته نشو ننوتلی ځکه چې تاسو سره ټېنکونه او ټوپکې دي لیکن د ستاسو د کور دننه خبرې به تاسو ته ووایو."

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د جیو ټي وي د پروګرام نه د هغه د لېرې کېدو په اړه د یو ټویټ په ځواب کې حامد میر وویل د هغه دپاره دغه څه نوي خبره نه ده او مخکې پې هم دوه ځله پابندي لګول شوي ده، قاتلانه حمله هم پې شوي هغه وايي د خپل ایني غږ پورته کولو چا نه ودرولی.

حامد میر ویلي د کورنۍ غړو ته دړکې هم ورکړی کېږي خو هغه یې نور څه وضاحت نه دی کړی.

د وي او ای اردو رپورټ وايي د جنګ ګروپ یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې حامد میر د پروګرام نه لېرې کړی شوي دی خو لا د جنګ ګروپ کارکوونکی دی.

حکومت ویلي په خبریالا اسد طور د حملې تحقیقات دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG