لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت او د حزب اختلاف د مذاکراتو لومړۍ دوره ختمه شوه، بله ناسته سبا ده


په مذاکراتو کې د حکومتي ډلې غړي او پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي د حکومت څه غوښتنه نه شته خو تحریک انصاف به سبا خپلې مطالبې پېښ کوي
په مذاکراتو کې د حکومتي ډلې غړي او پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي د حکومت څه غوښتنه نه شته خو تحریک انصاف به سبا خپلې مطالبې پېښ کوي

د اینده انتخاباتو په اړه د وزیراعظم شهبازشریف د اتحادي حکومت او د پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مذاکراتو لومړۍ ناسته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سېنېټ سېکرېټېریټ کې سر ته ورسېده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د خبرو بل نشست به د جمعې په ورځ کېږي.

په مذاکراتو کې د حکومتي ډلې غړي او پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي د حکومت څه غوښتنه نه شته خو تحریک انصاف به سبا خپلې مطالبې پېښ کوي.

د حکومت او د حزب اختلاف مذکرات د سپریم کورټ په امر وشول چې سیاسي ګوندونو ته يې امر کړی و چې په ملک کې د اینده انتخاباتو په مسله دې اتفاق رای پېدا کړي.

دا خبرې په داسې حال کې هم کېږي چې د سپریم کورټ د مشر چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزه ډلې ویلي د انتخاباتو په اړه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مناسب امر جاري کړي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، پي ټي ايي سره مذاکرات کونکي حکومتي پلاوي کې د خزانې وزیر اسحاق ډال، نویدقمر، سعد رفیق او پخوانی وزیراعظم یوسفر ضاګيلاني شامل دي.

د پي ټي ايي په پلاوي کې فواهد چوهدري، شاه محمودقرېشي او د سېنېټر علي ظفر شامل دي.

مذاکراتو د شروع کېدو نه مخکې فواد چودهري په ټوېټر ویلي وو چې دوی ته د ماښام شپږ بجې د خبرو دپاره بلنه ورکړی شوې ده.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي اوای اردو څانګې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG