لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت به د چترال کېلاش قبېلې د رسم او رواج د تحفظ دپاره اداره جوړوي


کېلاش ماشومانې به بمبورېت کې سکول ته ورځي
کېلاش ماشومانې به بمبورېت کې سکول ته ورځي

د خېبر پښتونخوا حکومت په ضلع چترال کې د کلاش قبيلي رسم او رواج، ثقافت او مذهب خوندي کولو ترڅنګ په دغه سيمه کې سيلګرۍ ته وده ورکولو د پاره د کلاش ډيويلپمنټ اتارټۍ جوړولو منظوري په داسې حال کې ورکړې چې ماهرين وايي د دغې قبيلي په ابادۍ کې ورځ ترورځه کموالی کیږي او خلکو ته د مذهب د پرېښودوترغيب ورکول کېږي۔

بلخوا د اقليتي ډلو د امورو د پاره د خېبر پښتونخوا د وزير اعلی خصوصي مرستيال وايي چې دغه قبيله کې څوک هم په دې نه شي مجبورول کېدی چې خپل مذهب پرېږدي او بل مذهب ته واوړي۔

د خېبر پښتونخوا لرې پراتې سيمې ضلع چترال سره تړاو لرونکی څېړن کار او کالم نګار عنايت الله فيضي وي او ای ډيوه ته وويل د کلاش قبيلې خوندي کول ځکه مهم دي چې ابادي یې ورځ تربلې کمېږي. هغه وویل د دې لوې علت د کېلاش قبيلي د خلکو بل مذهب ته د وربللو ترغيب دی.

"سل کاله وړاندې د کيلاش په محلو کې د مسلمانانو کورونه نه وو اوس دغلته د هغوي کورونه دي، مسلمانان کوشش کوي چې کيلاش مسلمانان کړي، په ډيرو لږو سکولونو کې کيلاش استازان دي او د هغوي هم دا رويه نه ده چې خپل مذهب محفوظ کړي، په سکولونو کې اسلاميات لازمي دی او مسلمانان استازان خلک خپل مذهب ته راغېب کول غواړي"

نوموړي زياته کړه: "د 1951 مردم شمارۍ ترمخه د کيلاش بادي 11،000 وه کومه چې اوس 22،000 پکار وه ولې د زياتېدو پر ځاې اوس د کيلاش ابادي 3800 ته کمه شوي او څومره چې وخت تېرېږي نو دا به نوره هم راکمه شي"

تاريخ پوهان وايي چې کيلاش قبيله د تېرو 2500 نه 3000 زرو کالو راهسې په دغه سيمه کې اباد ده، ځيني پوهان وايي چې دا يوناني خلک دي او د سکندر اعظم سره دلته راتلو ورورسته اباد شوي ولې ځيني د نويو څېړونو په رڼا کې وايي چې دا د وېدک خدايانو منونکو د نسله دي۔

د اقليتي ډلو د امورو د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلی خصوصي مرستيال وزير زاده وايي چې په دغه قبيله کې څوک هم په زوره مذهب نه بدلوي، دی وايي د ودونو د پاره د عمر تعين کوولو، په وراثت کې ښځو ته برخه ورکولو او د طلاق ورکوولو له امله پيچيده مسلو حل کولو د پاره قانوني مسوده جوړه کړل شوی کومه چې به زر د اسمبلۍ نه منظور کړل شي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG