د پاکستان حکومت په سپریم کورټ کې د ججانو شمېره د زیاتولو دپاره قانوني مسوده وړاندې کړې
د سينټ قایمه کمېټۍ د سپريم کورټ د ججانو شمېر له اوولسو څخه پنځه ویشتو ته د زياتولو منظوري ورکړې ده. حکومت وایي دا ګام د ځنډ ښکار قضيو زر تر زره فيصله کولو لپاره اخلي، خو ځيني قانون پوهان وایي داسى کولو سره حکومت اعلی عدليه کي د خپلې خوښې ججان راوستل غواړي. الیاس خان نور تفصیل وړاندې کوي
ټوک
-
December 01, 2024
د بنو په بکاخېل کې نن په دریمه ورځ هم د پوځ لخوا عملیات ترسره شوي
-
December 01, 2024
چارواکي: پښتونخوا کې د اېډز ناروغانو شمېره د پینځلسو زرو نه سیوا ده