الیاس محمد خان
د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د پاکستان مرکزي حکومت په هیواد کې د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان لاندې د سرښار اسلام اباد په شااوخوا کې نژدې ۱۰۰۳ جوماتونو کې د جمعې د خطبو د څارنې فیصله کړې ده.
د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز د یو رپوټ تر مخه د کورنیو چارو وزارت په دغه لړ کې د ۴۴ مضمونونو یو نوملړ تیار کړی کوم چې به د عالمانو سره شریک کړی کیږي او په جوماتونو کې به یواځې په دغو خطبې ورکړی کیږي.
دغه مطبوعاتي رپورټ زیاتوي دغه پلان یا منصوبه د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي ادارې یا نېکټا سره د سلا مشورو وروستو تیار شوی.
د رپوټ تر مخه هم دغه شان منصوبه په مصر، سعودي عربستان، عرب اماراتو او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم عملي ده، چرته چې ریاست ملایانو ته د جمعې د خطبې او د دغې په اړه لارښودنه کوي.
د پاکستان مرکزی حکومت د پلان لاندې به خفیه پولیس یا سپېشل برانچ په جوماتونو کې د دغه خطبو څارنه کوي او بیا به ځايي کمشنر ته رپورټ ورکوي.
دي نیوز اخبار ترمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په دې لړ کې د یو شمیر عالمانو سره لیده کاته هم کړي. په دغه عالمانو کې یو اشفاق احمد بیا اخبار ته ویلي چې دوي د تندروۍ او مذهبي کرکې مخ نیوي کې د حکومت سره مرستې ته تیار دي خو د حکومت لخوا لیکلې خطبې د منلو وړ نه دي.
د اسلامي نظریاتي کونسل مشر او پیژندلی مذهبي شکار ډاکټر قبله ایاز د حکومت په دغه ګام وي او ای ډیوه ته وايي پکار ده حکومت په دغه منصوبه د عمل کولو وړاندې عالمان په اعتماد کې واخلي.
ډاکټر قبله ایاز زیاتوی: ٫٫ عالمان به د مذهبي کرکې، تشدد او تندروۍ مخ نيوي کې د حکومت سره مرسته کوي. خو حکومت له پکار ده چې په نورو ټولنیزو مسلو هم د عالمانو سره خبرې وکړي چې په خطبو کې عالمان په دغو خلک پوهه کړي.٬٬
ډاکټر قبله ایاز وړاندې وايي عالمانو یا ملایانو له مکمله ازادي ورکول په نړۍ کې چرته هم نه شته. عالمان باید د تحریری خطبو نه مرسته واخلي او په داسې مسلو خبرې وکړي چې په ټولنه کې اصلاح راولي.
خو یو بل مذهبي مشر مولانا اشرف هزاروي بیا د حکومت دغه منصوبه ناکامه بولي او وايي دا د عملي کیدو وړ نه دی. مولانا اشرف وايي: ٫٫ تشدد او مذهبي کرکه خورونکي حکومت ته معلوم دي، داسې ادارې او تنظیمونه شته چې دغه کار په ښکاره کوي او حکومت او استخباراتي ادارې ترې خبردي. پکار ده حکومت د دغو مخه ونيسي.٬٬
د مولانا اشرف هزاروي په وینا یواځې ۴۴ مضمونونو سره به په ټولنه کې دغه هر څه سم نه شي او د مذهبي نفرت سره سره د سیاسي نفرت مخه نیولو لپاره هم د حکومت نه غوښتنه کوي.
په پاکستان کې د مرکزي حکومت لخوا د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره جو نیشنل اېکشن پلان یا تګلارې لاندې تیار شوو ۲۰ منصوبو کې یوه د جومات او لوډسپیکر غلط استعمال بندول هم دي، خو څیړونکي وايي مرکزي حکومت د نورو په شان په دغې کې هم ناکامه ښکاري.