لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: پاکستان به د حافظ سعید په جماعت الدعوه او فلاح انسانیت تنظیومونو بندیز ولگوي


د حافظ سعید یو حمایت کونکو په هغه د بندیز خلاف کتبه پورته کړې ده

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي پاکستان به د ملگرو ملتونو د قرارداد سره سم په جماعت الدعوه او فلاح انسانیت تنظیمونو پابندي ولگوي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د گل، دوشنبې، په ورځ خپل یو رپورټ کې وویل احسان اقبال دغه خبره په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وکړه.

د ملگرو ملتونو د بندیزونو دلاندې د جماعت الدعوه او د فلاح انسانیت مشري حافظ سعید کوي چې امریکې یې په سر ١٠ مېلین ډالر انعام اعلان کړی دی. امریکا او هند تور لګوي چې جماعت الدعوه په کال ٢٠٠٨م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر بریدونو کې لاس لري.

د ملگرو ملتونو او د امریکې د فشار باوجود حافظ سعید په پاکستان کې په ازاده گرځي او په اینده عام انتخاباتو کې یې د برخه اخیستلو اعلان کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په جماعت الدعوه او په فلاح انسانیت د پابندۍ خبره په داسې حال کې کړې ده چې په پیرس کې د ترهگرو د مالي وسیلو مخه نیولو دپاره د یو شمیر هېوادونو تنظیم فاینینشل ایکش ټاسک فورس پاکستان په هغه فهرست کې شامل نه کړو چې د خصوصي څارنې دلاندې وي. د څارنې دلاندې فهرست کې هغه هېوادونه شامل وي چې د تندلارو ډلو د مالي هلو ځلو خلاف یې اقدمات ناکافي گڼل کیږي.

که څه هم پاکستان په موجوده وخت کې د دغه تنظیم په فهرست کې نه دی شامل خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د گل، دوشنبې، په ورځ د واشنگټن نه په خپل رپورټ کې ویلي ممکنه ده چې د جون د میاشت ورسته پاکستان بیا په دغه نوملړ کې ځان وگوري. ددې نه وړاندې پاکستان د کال ٢٠١٢ نه تر د کال ٢٠١٥ م پورې په دغه فهرست کې پاتې شوی دی.

امریکې هم په پاکستان فشار زیات کړی چې په خپله خاوره دې د وسله والو خلاف گامونه واخلي. د افغانستان او د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگلارې د اعلانولو په وخت د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان په خصوصي توگه غږ کړی و چې د حقاني ډلې او د طالبانو خلاف دې گامونه پورته کړي.

د نوي کال په وړمبي ټویټ کې صدر ټرمپ وویل په تیرو ١٦ کلونو کې یې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو په بدل کې پاکستان د درغلۍ او دروغو نه کار اخیستی دی. ددې ورسته، امریکې د پاکستان پوځي امداد هم وځنډولو.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي او د صدر ټرمپ د افغانستان دپاره د نو ې تگلارې په اړه وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر ويلي د پاکستان حکومت باید د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او له افغانستان او نړۍ سره سوله وکړي.

هغه وویل "که پاکستان له هوښیارۍ نه کار وا نخلي په ډيرو مصیبتوبه ځان له نړۍ سره اخته کړي."

پاکستان وايي په افغانستان کې د سولې حمایت کوي او د افغانانو په مشرۍ کې د هېواد دننه د سولې د بهیر هر ډول مرستې ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG