لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وايي تیر کال يې ۲۷ مشکوک طالبان او حقانیان افغانستان ته سپارلي


پاکستان ویلي تیر کال یې ۲۷ هغه مشکوک کسان افغانستان ته سپارلي چې د افغان طالبانو او حقاني ترهګرې ډلې سره يې اړیکې لرلې.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د نهې یا سهشنبې په ورځ ناوخته په ټوېټرپه یو شمیر ټویټ پیغامونو کې لیکلي پاکستان د حقاني ډلې او افغان طالبانو د کسانو پرضد خپل فشار ساتلی.

ډاکټر فیصل وړاندې لیکلی: ٫٫ غواړو په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو لپاره خپله خاوره کارولو مخه ونیسو.٬٬ هغه زیاته کړې تیرکال د نومبر په میاشت کې یو شمیر شکمن وسله وال افغانستان ته حواله کړي دي.

د پاکستان د خارجه وزارت د ویاند لخوا دغه څرګندونې په داسې مهال شوي چې په افغانستان کې په نژدیو ورځو کې د طالبانو او داعش لخوا یو شمیر ترهګر بریدونه ترسره شوي چې پکې لویه مرګ ژوبله اوښتې.

د افغانستان په سرښار کابل کې په تیرو څو ورځو کې د طالبانو او داعش وسله والو لخوا ترسره شوو بریدونو کې د ۱۰۰ نه سېوا کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

امریکا او افغانستان وخت په وخت په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې هغه ترهګرو له پناه ځایونه ورکړي چې په افغانستان کې د افغان حکومت او امریکایي عسکرو پرضد جنګیږي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.

د روان کال په لومړۍ ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په يو ټویټ پیغام کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې او ویلي وو ٫٫ پاکستان ته مو په اربونو ډالره امداد ورکړی خو په ځواب کې پاکستان دروغ او ټګي کړې ده.٬٬

د دغې وروستو امریکا پاکستان ته ورکړی کیدونکی پوځي امداد هم تړلی او دغه يې په خپله خاوره د حقاني ترهګرې ډلې او طالبانو پرضد د کاروايې د شرط سره تړلی.

XS
SM
MD
LG