لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کروناوایرس بیمارانو د څار دپاره د پاکستان جاسوسي ټکنالوجۍ کارول اندېښنې راپارولي دي


یو پولیس افسر او یو ملېشه عسکر په اسلام آباد کې یو چېک پواینټ سره درېدلي چې د کرونا وبا د خورېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي (۱۳ جون ۲۰۲۰)

پاکستان د کروناوایرس بیمارانو د موندلو او څار په خاطر، د خپلې جاسوسي ادارې د ترهګرۍ ضد ټکنالوجۍ ته مخه کړې ده. په دې باندې د بشري حقونو او صحي چارو کارکنانو فکرمندي ښودلې چې د دې کار نتیجه " کېدی شي د یو صحي فوریت ملېټرایزېشن یا پوځي ګرځول" او په کروناوایرس باندې د اخته کسانو په وړاندې تفریقي ذهنیت پیدا کېدل وي.

پس له هغه چې په پاکستان کې د کووېډ۱۹ یا کروناوایرس د تایید شویو کېسونو په شمېر کې یو ناڅاپه زیاتوالی راغی، وزیراعظم عمران خان د اپریل په ۲۳مه اعلان وکړ چې د پوځ جاسوسي اداره، آی اېس آی، د خپلې هغې ټکنالوجۍ سره چې د ترهګرو د موندلو دپاره یې کاروي، د کروناوایرس بیمارانو د پیدا کولو په برخه کې له حکومت سره مرسته کوي.

عمران خان چې د کروناوایرس ځپل شویو کسانو ته یې د ویډیویي پیغام له لارې خبرې کولې، وویل: "آی اېس آی مونږ ته د څارنې او موندنې یو اعلی سیسټم په واک کې راکړی دی."

خو بل طرف ته د بشري حقونو ځیني کارکنان وایي هغوی دا ویره لري چې هسې نه چارواکي د څارنې او موندنې د دې طریقه کار څخه ناوړه ګټه واخلي او د پاکستاني شهریانو، په خصوص هغه کسان چې د حکومت منتقدین دي، د هغوی د ژوند په اړه لا ډېر معلومات حاصل کړي.

د صحي فوریت پوځي ګرځول

په پاکستان کې د مېډیا مټرز فار ډېماکرسی (د جمهوریت دپاره رسنۍ اهمې دي)، په نوم د رسنیو او انساني حقونو په برخه کې د یوې رضاکاره ادارې ویانده حاجیه کامران وایي چې دا څارنه یا سروېلانس د هغو کسانو لخوا چې دې ټېکنالوجۍ ته بې قیده رسایي ولري، په آسانۍ سره ناوړه استعمالېدی شي.

حاجیه کامران وایي: "د یو صحي فوریت پوځي ګرځول یا ملېټرایزېشن کولی شي چې جرنلسټان، کارکنان، او هغه وګړي او معاشرې چې دمخه لا څنډې ته شوې دي، هغوی له دې خطرې سره مخامخ کړي چې په ملک کې د اظهار رآی د آزادۍ او ذاتي محرمیت د ټکولو په لړ کې دوی هم په نښه شي."

په پاکستان کې طبي عمله چې کور په کور ګرځي او سمپلونه راټولوي
په پاکستان کې طبي عمله چې کور په کور ګرځي او سمپلونه راټولوي

د بشري حقونو کارکنان او ډلې چې د پاکستان د ریاست د پالیسیو منتقدین دي، لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم)، او د لادرکه شویو بلوڅانو د غږ غورځنګ، د پاکستان په استخباراتي ادارو باندې اکثره دا الزامونه لګولي چې ګني دغه استخباراتي ادارو خلک جبري لادرکه کړي، ځورولي، بلک مېل کړي، او زورزیاتۍ یې کړي دي.

د پاکستان یو پخوانی سنېټر او د پښتونو د حقونو یو اکټوېسټ، افراسیاب خټک، وایي دا چې د پاکستان حکومت د کروناوایرس مریضانو په برخه کې د څارنې جاسوسي آلې استعمالوي، په دې معنا ده چې په دې وایرس اخته کسانو ته د مجرمینو په سترګه کتل کیږي.

افراسیاب خټک وي او اې ته وویل چې کروناوایرس په معاشرې کې د هغو کسانو په وړاندې چې په دې وایرس ککړ شوي، یو ډول معاشرتي سټېګما یا تفریقي چلند پیدا کړی دی، خو اوس د آی اېس آی ټېکنالوجي به دې خیال ته لا قوت ورکړي او "د پاکستاني معاشرې بېحده پوځي ګرځول" به څرګند کړي.

ځایي ادارو ته قوت ورکول

افراسیاب خټک وي او اې ته په خبرو کې وویل: "مونږ ته په کار ده چې په وایرس باندې اخته کسانو ته د رسایي دپاره، یو بهتره بدیل پیدا کړو. د مثال په طور د ځایي حکومتي نظام بېرته پیاوړي کول."

د پاکستان مشرتابه وایي چې د موندلو او څارلو ټېکنالوجي به له حکومت سره مرسته وکړي چې د کرونا وبا پر مهال د ملک د کمزوري اقتصاد چاره وسنجوي. وزیراعظم عمران خان په تکرار سره د عالمي مرستو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د پاکستان اقتصادي حالت دومره ندی چې د کرونا وبا د خپرېدو مخه دې ونیسي.

نړېوال بېنک په اپریل میاشت کې د کووېډ۱۹ یا کروناوایرس وبا سره د مقابلې په لړ کې، پاکستان ته د ۲۰۰ میلینه ډالرو یو امدادي پکېج ورکړ چې هغه پېسې د صحت په سیسټم ولګوي او په خپل اقتصاد او معاشرې باندې د کروناوایرس وبا ناوړه اثرات راکم کړي.

د پاکستان په کراچي ښار کې د رېلوې یو کارکن د یوې رارسېدلې مسافرې د وجود حرارت ټېسټ کوي
د پاکستان په کراچي ښار کې د رېلوې یو کارکن د یوې رارسېدلې مسافرې د وجود حرارت ټېسټ کوي

تر هغې وروسته، د مئې په ۲۱مه، نړېوال بېنک وویل چې د کرونا وبا د مقابلې په خاطر یې پاکستان ته د ۵۰۰ میلینه ډالرو یو پروګرام منظور کړی دی.

بل اړخ ته اسلام آباد تېره میاشت د اقتصادي هماهنګۍ د کمیټې له طریقه، د آی اېس آی استخباراتي ادارې ته د څه باندې شپاړس نیم لکو (څه باندې ۱۰ میلینه ډالرو) اضافي بجټ منظور کړ. انتظامیې وویل چې آی اېس آی به دا پېسې د کروناوایرس ناروغانو د څارنې په منصوبې ولګوي.

د مرستې کوشش

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر، (ر) جنرل طلعت مسعود وي او اې ته وویل چې د آی اېس آی لخوا څارنه، د کروناوایرس د زرګونو کېسونو د انتظام او علاج په برخو کې له حکومت سره مرسته کولی شي.

هغه زیاته کړه چې د آی اېس آی دغه ځانګړی سیسټم له طبي عملې سره د هغو سیمو په موندلو کې هم مرسته کوي کوم چې په کې کروناوایرس زیات خپور شوی وي.

طلعت مسعود همدا راز وویل: " [آی اېس آی] دمخه لا ټېکنالوجي، سامان آلات، او ټول سیسټم په لاس کې لري. زه په دې باور یم چې په دې ټېکنالوجۍ سره، د خپل تر وسه پورې مرسته وکړي."

په اسلام آباد کې د ډرایف-ټرو ټېسټونو ځایونه هم جوړ شوي دي
په اسلام آباد کې د ډرایف-ټرو ټېسټونو ځایونه هم جوړ شوي دي

په لندن کې مېشت د ډېجېټلي حقونو څېړونکی ساموېل وودهامز بیا وایي چې که څه هم د وبا د خپرېدو پر مهال دغسې ډېجيټلي سروېلانس یا څارنه شاید ګټوره وي، خو په عین وخت کې د شهریانو له حقونو سرغړونه او د هغوی ‌ذاتي محرمیت باندې یرغل هم ګڼل کېدی شي.

ښاغلي وودهامز وي او اې ته وویل: "که په کافي اندازه احتساب او بازخواست په منځ کې نه وي، نو دا خطره شته چې د وایرس د له منځه تللو نه پس هم د یو ډېر وخت دپاره دا جاسوسي څارنه پرځای پاته وي."

په پاکستان کې ځیني ډاکټران وایي، هغوی یقیني ندي چې د آی اېس آی ټېکنالوجي دې د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې د ملک د صحت سیسټم سره مرسته وکړی شي، په خصوص په ګڼ مېشته ځایونو کې چېرته چې غریبي او د کروناوایرس په اړه غلط خیالونه بیخي زیات دي.

په خیبرپښتونخوا کې یو ډاکټر خلیل الرحمن خلیل، وي او اې ته وویل چې د کرونا وایرس سره مقابلې دپاره انتظامیې ته اوس مهال یوه بهتره طریقه دا ده چې د خلکو په منځ کې آګاهي او په هسپتالونو کې دې د ټېسټونو وړتیا زیاته کړي.

ډاکټر خلیل زیاته کړه چې په سرکاري هسپتالونو کې تر هغو چې چا ته د کروناوایرس علایم نه وي پیدا شوي، د کرونا ټېسټ ورته نه کوي، او په دې سره هغه بې وزلي پاکستانیان چې پرائیوېټ هسپتالونو ته نشي تللی، په خطرې کې پاته کیږي.

د مرض د خورېدو عوامل څه دي؟

ډاکټر خلیل الرحمن خلیل وي او اې ته وویل چې د علاج لوړه خرچه، د معاشرې له نظره د لوېدلو ویره، دا وېره چې د اسلامي روایاتو مطابق به د چا جنازه او دفن کول ترسره نشي، او د ټولنیزې فاصلې ساتلو په معنا نه پوهېدل، ټول هغه عوامل دي چې په خلکو کې یې په تېزۍ سره د کروناوایرس د خورېدو لاره هواره کړې ده.

ډاکټر خلیل همدا شان زیاته کړه: "هرڅوک به چې په کووېډ۱۹ اخته پېژندل کېدل، په هسپتالونو کې به په هغو وارډونو کې بستري کېدل چې بل چا ته به هلته د تګ اجازت نه و. که کوم مریض د کروناوایرس له وجهې مړ کېده، هغو به یې جسد قریبانو ته نه سپاره. د جنازې مېنځل، تکفین او نور روایات چې په عالی حال کې به قریبانو کول، دلته به هغه کارونه ټول هسپتال کې کېدل. بیا به یې جسد نېغ په نېغه هدیرې ته یووړ، او هلته به هم یوازې څو کسانو ته اجازت و چې د مړي په خښولو کې حاضر وي."

ډاکټر خلیل وویل، د انتظامیې دا طریقه کار، سرکاري هسپتالونو ته د کروناوایرس مریضانو د وړلو نه خلک ویرول.

پاکستان په لومړي ځل د فرورۍ په وروستیو کې د کروناوایرس دوه ړومبي کېسونه رپوټ کړل. له هغه وخته بیا د کروناوایرس د واقعاتو شمېرو مخ په ډېرېدو دی او اوس مهال په هغه ملک کې د کروناوایرس د تایید شویو کېسونو شمېر له ۱۴۲۰۰۰ نه اووښتی او په دې مرض باندې له ۲۶۰۰ نه ډېر کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG