لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملگرو ملتونو هيلي کاپټرپاکستان کې بيړنۍ ناسته کړې


دملگرو ملتونو هيلي کاپټرپاکستان کې بيړنۍ ناسته کړې
دملگرو ملتونو هيلي کاپټرپاکستان کې بيړنۍ ناسته کړې

ملگرو ملتونو وئيلي دي دپاکستان په سيلاب ځپلو سيمو کې دخوراک په رسد کې بوخت يو هيلي کاپټر يې دسندهـ صوبې په دادو ضلع کې بيړنۍ ناسته کړې ده چې له امله يې په هيلي کاپټر کې ناست 7 کسان ژوبل شوي دي.
دخوراک دنړيوالې ادارې ډبليو ايف پي وياند امجد جمال وائس اف امريکا ته وويل هيلي کاپټر ددادو ضلعې په سيلاب ځپلو سيمو کې خوراکي مواد غورځول چې په دغه مهال يې دتولې خرابيدو له امله په اوبو کې بيړنۍ ناسته وکړه.
دامجدجمال په وينا دا مهال دپاکستان په بيلا بيلو سيلاب ځپلو سيمو کې خواؤشا 12 هيلي کاپټرې په امدادي کارونو کې برخه اخلي.
يو بل وياند بيري کيم وويل په هيلي کاپټرو کې 12 کسان ناست وؤ چې دهغوي څخه څوک مړۀ شوي نۀ دي خو ژوبل شوي دي چې دتداوۍ لپاره ديو بل هيلي کاپټر په ذريعه صوبائي پايتخت کراچۍ ته وړل شوي دي.
په پاکستان کې دجولا ئي په مياشت کې دپشکال دسختو بارانونو له امله 1600ؤ څخه زيات کسان وژل شوي، دوه کروړه ژوبل شوي، په زرگونو دخوراک دکمي سره مخ دي، او په لکونو بې کوره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG