لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هانگ کانگ سُپر سکسز ټورنامنټ گټلى


هانگ کانگ سپر سکسز لوبه په لمړي ځل 1992ء کې شوې وه چې انټر نيشنل کرکټ کونسل يې اجازت ورکړى
هانگ کانگ سپر سکسز لوبه په لمړي ځل 1992ء کې شوې وه چې انټر نيشنل کرکټ کونسل يې اجازت ورکړى

د اتوار په ورځ انگلينډ ته په 35ؤ رنزو ماتې ورکولو سره پاکستان دهانگ کانگ سُپر سکسز ټورنامنټ په 35ؤ رنزو گټلى دى.
د ټاس گټلو وروستو انگلينډ پاکستان ته دبيټنگ کولو بلنه ورکړه چې پکې په مقررو 5ؤ اورونو کې انگلينډ ته د155ؤ هدف کيښودو، بايد وويل شي په فائنل کې يو اوور داتوؤ بالونو ؤ.
د پاکستان د ټيم کپتان عبدالرزاق دپاکستان لخوا تر ټولو زيات سکور جوړ کړل، عمر اکمل درې وکټې او حماد اعظم دوه وکټې ترلاسه کړې.
د خپل ښۀ باؤلنگ او بيټنگ په وجه عمر اکمل مين اف دي سيريز وگرځولى شو. په سيمي فائنل کې ښۀ سکور کوونکى شرجيل ډير زر اوټ شوى، عمر اکمل هم يواځې 16 رنز جوړ کړل، خو کپتان عبدالرزاق په 17ؤ بالونو 65 او سهيل تنوير په 14ؤ بالونو 58 رنز جوړ کړل چې دغه شان دپاکستان ټول سکور 154 رنز ته ورسيدل.
ځواب کې عمر اکمر په دوهم اوور کې درې وکټې ترلاسه کړې او انگلش ټيم ته يې سخت زيان ورسولو، دانگلينډ ټيم 119 رنز جوړ کړل.
له دې وړاندې داتوار په ورځ ترسره شوي سيمي فائنل کې انگلينډ سري لنکا ته په 7 رنز ماتې ورکړې وه.دپاکستان په ټيم کې عمر اکمل، سهيل تنوير، رميز راجه، حماد اعظم، ياسر شاه او شرجيل خان شامل وؤ.
هانگ کانگ سپر سکسز لوبه په لمړي ځل 1992ء کې شوې وه چې انټر نيشنل کرکټ کونسل يې اجازت ورکړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG