لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ ار سي پي: د خپل تحفظ دپاره نورو گوندنو ځانونه د پي ټي اېم نه لرې وساتل


اېچ ارسي پي وايي منظورپشتین موثره مقرر دی

په پاکستان کې د انساني حقونو غیر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان په هېواد کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه خپل کلیز رپورټ کې د پشتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) خلاف د ریاستي گامونو او د تحریک د پلویانو د ویرول کېدو د او هغوی د گرفتاریو خصوصي ذکر کړی دی.

اېچ ار سي پې د ٢٠١٨ په اړه خپل رپورټ د گل، دوشنبې، په ورځ اعلان کړو چې پکې د تېر کال د عامو انتخاباتو نه د وړاندې صورتحال، د مېرمنو د حقونو او د ملک د سیاسي حالاتو ته کتنه شوې ده.

ادارې وویل د انتخاباتو نه وړاندې د درغلیو د تورونو په مناسب ډول تحقیقات وه نشول، د انتخاباتو نه وړاندې حالات د ټولو گوندونو دپاره یو رنگ هوار نه وو او د د رای ازادي د قدغنونو سره مخامخ وه.

پي ټي اېم د ٢٠١٨ اهم سیاسي پرمختگ

اېچ ار سي پي وویل د پشتون ژغورنې غورځنگ رابسیره کېدل او د حکومت ناکامي چې تحریک ته منقتي ځواب ورکړي، د کال ٢٠١٨ اهم سیاسي پرمختگ و.

د اېچ ارسي پي رپورټ وايي پي ټي اېم د هغه ډلې نه رابرسیره شو چې د محسود قام ځوانانو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره جوړه کړې و او کله چې منظور پشتین، چې د اېچ ار سي پي په قول ډیر موثره مقرر دی، د تحریک مشري واخیستله نو فیصله یې وکړه چې د ټولې پښتنې ټولنې په مسلو به غږ پورته کوي، په خاصه توگه هغه پښتانه چې په قبایلي سیمو کې میشته دي. ادارې وویل پي ټي اېم د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پښتنو د نقصاناتو شکایتونه هم راپورته کړل.

اېچ ارسي پي وویل پاکستاني مامورینو د پي ټي اېم په غوښتنو کې ډیر داسې څه لیدل چې د تحریک مشرانو یې غوښتنه هم نه کوله خو په حکومت او امنیتي ادارو کې د ځینو خلکو پام و چې د پي ټي اېم سره گټه ورې خبرې کېدلی شي.

د اېچ ارسي پي رپورټ د پي ټي اېم په نمایندگۍ د ٢٠١٨ په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ چوکۍ گټونکو مشرانو محسن داوړ او علي وزیر ذکر هم وکړو. محسن داوړ په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او علي وزیر په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان نمایندگي کوي.

گلالۍ اسماعیل
گلالۍ اسماعیل

د گلالۍ اسماعیل او د پي ټي اېم د نورو فعالانو خلاف مقدمې

اېچ ارسي پي په خپل کلیز رپورټ کې د پي ټي اېم د جلسو او د تحریک د فعالانو په اړه اخیستل شویو گامونو ذکر کړی دي. د مثال په توگه د ٢٠١٨ د اگست په ١٢ مه نېټه پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا په صوابۍ کې لویه جلسه وکړه، حکومتي انتظاميي د "حد نه زیات" رد عمل وښودلو او د ١٩ کسانو خلاف یې مقدمې درج کړې چې پکې د گلالۍ اسماعیل په شمول د پي ټي اېم نور مشران هم وو. رپورټ وايي دغه مقدمه لا دوام لري.

اېچ ارسي پي وویل منظور پشتین د پښتونو د سیمو نه بهر ملاتړ ترلاسه کولو په خاطر په لاهور او کراچۍ کې هم جلسې وکړې خو دغو جلسو ته "حکومتي ردعمل د ١٩٧٠ په لسیزه کې د ولي خان هغه کوښښونو ته د سخت غبرگون یاد راتازه کړو چې په پنجاب کې د خپل گوند د معارفي کولو په لړ کې ورسره هغه مخامخ شوی و."

اېچ ارسي پي په خپل رپورټ کې د دوو وتلو پښتونو سیاسی فعالانو بشره گوهر او د افراسیاب خټک ذکر کړی دی او وايي عوامي نېشنل پارټۍ دواړه د پي ټي اېم سره د تړون په سر د گوند څخه وویستل.

د پي ټي اېم د ویرولو "جال"

هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان وویل حکومت د پي ټي اېم د "ویرولو جال" دومره خپور کړو چې هغه خلک پکې هم شامل وو چې د تحریک مشرانو ته سلام هم کړی و او "مختلفو سیاسي گوندونو د خپل تحفظ د پي ټي اېم نه د ځان په لرې کوولو کې وموندلو."

رپورټ وايي "ای اېن پي چې بنیاد یې په کی پي (خېبرپښتونخوا) کې دی تر دې حد پورې لاړه چې د خپلو صفونو نه یې د سر دوه مشران، پخوانی سېنټر افراسیاب خټک او پخوانۍ اېم اېن ای بشره گوهر وویستل."

اېچ ار سي پي وايي د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ دواړه غړي، محسن داوړ او علي وزی‏ر، په ازاد حېثیت کې په قامي اسمبلۍ کې ناست دي، نومونه یې په اېگزیټ کنټرول لسټ کې اچول شوي وو خو بیا دغه فېصله بېرته واخیستل شوه. "دا د ریاست د ویرې کچه ده چې دا سیاستدانان پکې ژوند کوي او د حکومت مخالف لوې حزب د علي وزیر او محسن داوړ سره د علاقه لرلو نه ویریږي."

د اېچ ار سي پي رپورټ وايي د ٢٠١٨ د انتخاباتو نه وړاندې د درغلۍ الزامات لگول شوي وو او د ووټونه وړاندې حالات د ټولو گوندونو دپاره یو رنگ هوار نه وو.

رپورټ وايي د منصفانه انتخاباتو په اړه شکونه په داسې حال کې راپورته شول چې د ووټ اچولو وخت د ختمیدو وروسته د امنیتي ځواکونو مسلح عسکرو د پولنگ سټېشنونو کټرول واخیستو او د امیدواروانو اېجنټان (نمایندگان) یې ویستل او ورته یوه گنټه وروسته د بیرته راتلو امر ورکړی شو.

اېچ ارسي پي وویل مطبوعاتو کوښښ وکړو چې په انتخاباتو کې د غېر قانونه گرځول شویو تنظیمونو شرکت ته توجه ورگرځوي خو دغه کوښښونه بې ځایه ثابت شول.

د قانون نه بالا وژنې، جعلي مقابلې

اېچ ارسي پي وايي د ٢٠١٨ بله اهمه خبره د قامي بهیر په مطبوعاتو، د مدني فعالانو او د سیاسي تحریکونو په کچه د قانون نه بالا وژنو او جعلي پولیس مقابلو په اړه بحثونه هم وو. د قانون نافذ کونکو ادارو دلاسه "بربریب" هم د تېر کال د بحثونو لویه موضوع وه. په دې لړ کې اېچ ارسي پي په کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب الله محسود او د هغه سره د دریو نورو کسانو د وژل کېدو ذکر کړی دی او وايي د نقیب الله محسود د وژل کېدو خلاف د پي ټي اېم د احتجاجونو په ترڅ کې حکومت په تحقیقاتو مجبور شو او پولیس افسر راوانوار په شمول پکې پولیس ککړ وموندل شول.

د سفري بندیز قانون بې دریغه استعمال

د ايي سي ایل قانون بې دریغه وکارول شو. رپورټ کې یو مثال د پي ټي اېم د فعاله مېرمنې غړې گلالۍ اسماعیل ورکړی شوی دی. د برطانيي څخه پاکستان ته په بیرته تگ د هغې پاسپورټ ونیول شو. هغه وویل نوم یې ځکه په ايي سي اېل کې شامل کړی شوی دی چې په هغې د "ریاست خلاف" د فعالیتونو الزام دی.

حیات پریغال
حیات پریغال

د پي ټي اېم بل فعاله غړی حیات پریغال هم ونیول شو. په هغه الزام ولگول شو چې د سوشل میډیا لارې د ریاست خلاف فعالیتونه کوی. د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د حیات پریغال د ازادۍ غوښتنه وکړه. هغه بالاخر په ضمانت ازدا کړی شو، پاسپورټ یې ضبط دی او نوم یې په ايي سي اېل دی. ايي سي ایل هغه فهرست دی چې پکې د شامل نومونو خلک د پاکستان نه بهر سفر نشی کولی.

پمرا، په پي ټی اېم د مطبوعاتو خاموشي او مطبوعاتو ته نصیحتونه

اېچ ارسي پي وايي د خلکو په زور د بې درکه کېدو او د قانون نه بالا د خلکو د وژل کېدو خلاف د پي ټی اېم په پرامنه جلسو د مطبوعاتو د خاموشۍ په سر په حکومت او د مطبوعاتو د انتظام حکومتی ادارې پېمرا سخت تنقیدونه وشول. په حکومت دا الزام لگول شوی و چې د یوې میاشت پورې یې د جېو ټیلې وژن سگنلې بندې کړې وې.

اېچ ارسي پي په خپل رپورټ کې وايي په یوه نظرپوښتنه یا سروی کې ورته گڼ شمیر خلکو وویل چې د ټېلې فون دلارې او یا مخ په مخ ورته نصیحتونه شوي وو چې څه دې چاپ او نشر شي او څه دي نا. هغه موضوعات چې تر ټولو زیات ناخوښه وو پکې بې د درکه کسانو مسله، پي ټي اېم، د بلوڅانو تحریکونه، چې پکې ماماقدیر هم شامل و، پانامه مقدمه، د نېب مقدمې، د پخواني وزیراعظم نوازشریف گرفتاري، د عدالتونو په فیصلو پوښتنې راپورته کول، د دعدالتونو خپل اختیار غځول او د امنیتي ځواکونو په اړه پوښتنې.

اېچ ار سي پي وايي په سروی کې د ځینو رای ورکونکو دا هم خیال وو د ممنوعه موضوعاتو کې په پاکستان تحریک انصاف گوند تقنیدی هم شامل و.

اېچ ار سي پي وايي تېر کال د کراچۍ په منگو پیرعلاقه کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته د تحریک د ١٥٠ غړو خلاف د یوشمیر قوانینو د خلاف ورزۍ په لړ کې مقمدې درج کړی شوې چې پکې د غدارۍ، د ترهگرۍ او د نورو دفعو ترڅنگ د ریاست خلاف د خلکو د راپارولو دفعات شامل وو. او ټول کال

په بنو، سوات، لاهور او ، پېښور کې د جلسو وړاندې د پي ټي اېم د فعالانو خلاف د ترهگرو، غدارۍ د نورو الزاماتو په سر مقدمې درج شوې وې.

اېچ اې ار سي پي وايي د پي ټي اېم د جلسو خلاف ریاست "سخت" گامونه پورته کړل، استخباراتي ادارو د پي ټي اېم حمایت کونکي ونیول، د سلگونو په شمېره کې پلویان یې پولیس ونیول او ټولنو ته خبرداری شوی وو چې د پي ټي اېم په جلسو کې دې برخه نه اخلي.

د حکومت دریځ

اېچ ار سي پي د پي ټي اېم په اړه د خپلې موندنې په داسې حال کې څرگندې کړې دي چې د قبایلي ضلعو دپاره د خیبرپښتونخوا د حکومت مشیر اجمل وزیر یو یوارې بیا د پشتون ژغورنې مشرانو ته د خبرو بلنه ورکړې ده. د دې نه وړاندې د فریقېنو ترمنځ د مذاکراتو ټاکل شوي ناسته وه نشوه.

د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند سره مرکه کې اجمل وزیر وویل پي ټي اېم ته یې بیا د مذاکراتو بلنه ورکړې ده. "مونږ د دوی انتظار کوو مونږ بیا کوښښ کوو چې رابطه ورسره وشي، خبرې ورسره وشي مونږ مسلې حل کوو مونږ د ټرایبل ډسټرکټس ( قبایلي ضلعو) چې کومې مسلې دې هغه ختم کوو."

د پي ټي ایم د غوښتنو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې اجمل وزیر وویل "

دا چې کومې زمونږ مسلې دي دا به مونږ په خبرې (خبرو) باندې په ناستبې باندې حل کېږي."

اجمل وزیر وویل د پي ټی اېم په ځینو غوښتنو کار پېل شوی دی چې پکې د قبایلي علاقونه نه د پاین پاکۍ یا د ځمکني بمونو د صفا کولو کار هم شامل دی. په قبایلي سیمو کې د امنیتي چېک پوسټونو ترڅنگ پي ټي اېم وايي په قبایلي سیمو کې دې په ځمکه کې ښخ بمونه یا لېنډ ماینز دې هم صفا کړی شي.

XS
SM
MD
LG