لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حیات پرېغل دې بغیر له کوم شرطه، زر تر زره خوشې شي ـ د بخښنې نړېواله اداره


د بخښنې نړیوالې ادارې (اېمنسټي انټرنېشنل) د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د سوشل مېډیا فعاله غړی حیات پرېغل دې بې له څه شرطونو زر تر زره خوشې کړي.

مطبوعاتو ته په ورکړي شوي بیان کې د انساني حقونو نړیوالې ادارې ویلي دي: "حیات پرېغل یو د «ضمیر قیدي» دی چې په پرامنه توگه یې د خپل حق لپاره غږ پورته کوو."

د «ضمیر قیدي» هغه تن بلل کیدی شي چې د خپلو سیاسي عقیدو په وجه، د وخت حکومت په بند کې ساتلی وي.

په حیات پرېغل باندې په سوشل مېډیا کې د پاکستان په ریاستي پالیسیو د نیوکو تورونه لگول شوي دي.

اېمنېسټي انټرنېشنل ویلي دي د ده گرفتاري پاکستان کې د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د بلاگرانو د نیولو د لړۍ برخه ده.

بیان کې ویلي شوي دي چې پرېغل د پښتون تحفظ مومنټ ویونکی فعاله دی او دغه پرامنه ډله پاکستان کې د پښتنو په سیمه د خلکو په زوره د لادرکه کولو، ماورا عدالت قتلونو او د نورو بشري حقونو د سرغړونو په ضد تحریک چلوي.

حیات پرېغل د تېر جولايي په پنځمه نېټه د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې د خپل کورنه تښتول شوی وو.

د پي ټي ایم او د مدني ټولنو د فعالانو د سخت احتجاج نه وروسته، د پاکستان د پلټنو ادارې اېف ايی ای وروسته ومنله چې حیات پرېغل دوي د سائبر کرائمز د قانون د لاندې د یو وگړي په رپورټ گرفتاره کړې دې.

اگرچې مدعي د عدالت په وړاندې خپله مقدمه بېرته اخستې ده، خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتین په فېس بک ویلي دي چې ریاست ېی بیا هم په غېر قانوني توگه له ځانه سره ساتي.

پاکستان کې د کال ٢٠١٦ سائبر کرائمز په نامه قانون باندې قانونه پوهان او د بشري حقونو فعالان اکثره نیوکې کوي چې د پاکستان حکومت دغه قانون د لارې هغه اوازونه غلې کول غواړي چې د آئيني حقونو لپاره غږ پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG