لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې د وسله والو په خلاص مټ او په ډاډه زړه کاروائی


هیومن رائټس واچ خپل رپورټ کې پاکستان کې د زنانه ؤ د صورتحال هم ذکر کړی دی او وايي جینکو او ښځو سره د جنسي زیاتي، په هغوي د تیزابو حملې، کورنی تشدد، د غیرت په نوم د ښځو وژنه او په زور د ښځو واده کول د پاکستان سنگینه مسله ده
هیومن رائټس واچ خپل رپورټ کې پاکستان کې د زنانه ؤ د صورتحال هم ذکر کړی دی او وايي جینکو او ښځو سره د جنسي زیاتي، په هغوي د تیزابو حملې، کورنی تشدد، د غیرت په نوم د ښځو وژنه او په زور د ښځو واده کول د پاکستان سنگینه مسله ده
په کال ٢٠١٣ کې پاکستان کې د امن امان، سیاسي صورتحال، د اقلیتونو، زنانه ؤ او د مسلمانانو د شیعه او سني فرقو ترمنځ د تاؤ تریخوالې او د صحافیانو د کار په هکله خپل رپورټ کې د انساني حقوقو نړې واله اداره هیومن رائټس واچ وايي تیر کال پاکستان کې وسله وال په خلاص مټ او په ډاډه زړه کاروائی ترسره کړې دي.
د پاکستان د سیاسي صورتحال په هکله، د هیومن رائټس واچ رپورټ وايي د هیواد په تاریخ کې اقتدار په وړمبي ځل د انتخاباتو په نتیجه کې د یو منتخب حکومت نه بل منتخب حکومت ته وسپارلی شو او په عمل کې پوځ څه مداخلت ونه کړو.
رپورټ وايي که څه هم پوځ په سیاست کې د لاس وهنې نه ډډه وکړه خو د قامي سلامتیه په معاملاتو او د ترهگرۍ خلاف اقداماتو کې يي د بې دریغه او بې احتسابه واک اختیار نه کار واخېستی دی او په دې لړ کې يي د انساني حقوقو خلاف ورزۍ هم کړې دي.
هیومن رائټس واچ وايي د پاکستان "د امنیت ژوره مسله د عسکري او حکومتي ادارو د نااهلۍ او یا د ارادې د نشتوالي له امله په اولس د وسله والو د حملو مخه اونه نیولی شوه."
"اسلامي وسله والو ډلو په شیعه مسلمانانو حملې جاري وساتلې او په خصوصي توگه د هزاره قبېلې په سلگونو غړي يي بغیر د څه ویرې ووژل. سپټمبر کې د پاکستان په تاریخ کې په عیسایانو خونړۍ حمله وشوه او د پیښور په یوه گرجه کې ٨١ ووژل شو."
هیواد کې د امنیت د غیر یقیني صورتحال ختمولو د پاره د وزیراعظم نواز شریف حکومت ویلي امن و امان یقیني کول يي وړمبۍ ترجیح ده. نواز شریف ویلي دي پاکستاني طالبانو سره به هیواد کې د امن په خاطر مذاکرات کوي. د نواز شریف حکومت هیواد کې د امنیت وضعې بهتر کولو د پاره په د قامي سلامتیه په پالیسۍ یا تگ لاره هم کار کوي. د گل په ورځ اسلام آباد کې د کابېنې په غونډه کې په مجوزه تگ لاره د غور په مهال نواز شریف وویل پاکستان د غیر معمولي حالاتو سره مخامخ دی او د مخنیوي دپاره به يي غیر معمولي اقدامات پورته کولی شي.
د نهې په ورځ د داخله چارو وزیر چودهری نثار وویل حکومت طالبانو سره د مذاکراتو او د جنگ دواړه لارې دځان سره ساتلې دي.
تجزیه کار وايي طالبانو سره د مذاکراتو د حکومت مجوزه لار واضحه نه ده او نه ورته طالبانو څه حوصله افزا ځواب ویلی دی. د اتوار او گل په ورځو د پاکستان په ختلفو برخو کې شوو حملو کې د عسکرو په شمول تر ۴٠ پورې کسان ووژلی شول. طالبانو ددغه حملو ذمه واري په غاړه اخېتسې ده.
خو د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې حکومتي چارواکو د ارادو او اعلاناتو برعکس، هیومن رائټس واچ خپل رپورټ کې وايي لکه د لښکر جهنگوي غوندې د القاعده سره تړلې او په ظاهر غیرقانونه گرځول شوي ډلې ټول پاکستان کې ډیر په زړه ورتوب خپل کاروائي کوي او "قانون پرځائې کونکې چارواکې یا خو سترگې پټوي او یا يي د حملو په مخنیوي کې بې وسه ښکاري."
هیومن رائټس واچ خپل رپورټ کې پاکستان کې د زنانه ؤ د صورتحال هم ذکر کړی دی او وايي جینکو او ښځو سره د جنسي زیاتي، په هغوي د تیزابو حملې، کورنی تشدد، د غیرت په نوم د ښځو وژنه او په زور د ښځو واده کول د پاکستان سنگینه مسله ده. رپورټ وايي پاکستان کې په پراخه کچه د کورني تشدد باوجود هم پارلیمنټ ددې د مخنیوي دپاره نه خو قانون جوړ کړی او نه يي موجوده قانون نافظ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG