لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وايي ځوانانو دپاره د روزګار موقعې پېدا کوولو ته به ترجیح ورکوي


د پاکستان د سرشمېرنې اداره وايي روان مالي کال په ۱۱ مياشتو کې برامدات ۳۳ اعشاريه ۶۴ فيصده کم شوي دي او دا د دوه اربه ډالره نه يو اعشاريه څلور اربه ډالره ته ټېټ شوی دی

وزیراعظم عمران خان ویلي ځوانانو دپاره د روزګارونو موقعې پېدا کول، غیر ترقیاتی او غیر ضروري اخرات کموول یې لومړۍ ترجیح ده، دا په داسې مهال چې د پاکستان د خزانې وزارت ویلي، چې کېدای شي د کرونا وایرس په نتیجه کې د ټولبند یا لاک ډاون له کبله په لومړي پړاو کې د هېواد ۳۰ لکه تنه بې روزګاره شي خو اپوزیشن ګوندونو دا شمېر تر دې څو چنده زیات ګڼلی.

د وخزانې وزارت د جمعې په ورځ سنیټ ته په لیکل شوي بیان کې وویل په دغو درې میلینه کسانو کې چې کېدای شي روزګارونه وبایلي، لس لکه د صنعت له څانګې سره تړلي دي چې په کارخانو او فیکټریو کې کار کوي او شل لکه هغه دي چې په غیرصنعتي ځایونو کې کار کوي.

د عمران خان دفتر په یو بیان کې ووېل د حکومت اقتصادي ډلې د جمعې په ورځ وزیراعظم ته د راتلونکي بجټ، د حکومت امدن او اخراجاتو او د حکومت ترجیحات پوره کولو په لړ کې "ځمکني" حقایق وړاندې کړل.

د بیان ترمخه، وزیراعظم عمران خان اقتصادي غونډې ته وویل د کرونا وایرس له امله اقتصاد ته د ثبات ورکوولو او د اقتصادي پرمختګ کوښښونه متاثر شوي دي.

عمران خان د پاکستان اقتصاد ته د زیان خبره په داسې حال کې کړې ده چې حکومت په روایتي توګه د جون په میاشت کې د ملک نوی بجټ يا مالي تګلاره پارلیمنټ ته پېښ کوي.

نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف ویلي اینده کال به د پاکستان مالي خساره د اووه اعشاريه څلور فيصده نه نهه فيصده ته زياته شي او ماهرین وايي د هېواد په صادراتو کې د کمي په سبب به په ملک کې بې روزګاري هم زیاته شي.

ماهرین وايي په ملک کې د روزګار تعلق د صادراتو یا اېکسپورټس او وارداتو یا امپورټس سره وي.

د پاکستان د سرشمېرنې اداره وايي روان مالي کال په ۱۱ مياشتو کې برامدات ۳۳ اعشاريه ۶۴ فيصده کم شوي دي او دا د دوه اربه ډالره نه يو اعشاريه څلور اربه ډالره ته ټېټ شوی دی.

اداره وايي په پاکستاني درامداتو کې هم ۴۳ اعشاريه ۱۷ فيصده کمی راغلی دی او د پينځه اربه ډالرو نه دوه اعشاريه ۵۸ اربه ډالره ته راکوز شوي دي.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وايي روزګارونه د کارخانو سره تړل شوي دي، کله چې برامدات او درامدات کم شي، د کارخانو د بندېدو سره به روزګارونه ختم شي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي د کرونا وايرس له امله د اقتصاد هر اړخ اغېزمن شوی دی خو مثبتې اغېزې يې په درامدي بل هم پرېوځي.

د عمران خان دفتر په خپل بیان کې وویل د خپلو اقتصادي ماهرینو سره غوڼده کې وزیراعظم وویل چې د کرونا وایرس له امله اقتصاد د زیان اثر د حکومت ترڅنګ په هره طبقه شوی دی. هغه وویل حکومت به هغو برخو ته ترجیح ورکوي چې په نتیجه کې یې ځوانانو دپاره د روزګار موقع پیدا کېږي او د اقتصاد ته وده ورکوي.







XS
SM
MD
LG