لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: د پېسو د غیرقانوني انتقال خلاف دې کوټلي گامونه واخیستل شي


اېف ای ټي اېف د جمعې په ورځ په یو بیان کې د پاکستان نه وغوښتل چې د مۍ د میاشتې پورې دې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو بندولو لپاره چټک او کافي ګامونه پورته کړي

د پاکستان وزیراعظم عمران حکومتی ادارو ته امر کړی چې د مني لانډرنگ یا د پېسو د غیرقانوني انتقال خلاف دې موثر اقدامات وکړي، دا په داسې حال کې چې د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو شنډولو او د پېسو د غیرقانوني انتقال په ضد کارکونکي یوې ادارې ویلي پاکستان د وسله والو ډلو مالي مرستو د ختمولو په لړ کې په زړه پورې گامونه نه دي پورته کړي.

د وزیراعظم دفتر مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل عمران خان ته د گل، دوشنبې، په ورځ د مالي چارو مامورینو په یوه غونډه کې د مني لانډرنگ یا د پېسو د غیرقانونی انتقال په اړه د اخیستل شویو اقداماتو او په دې لړ کې د شویو کامیابیو حال ورکړی شو.

بیان وویل د جعلي اکاونټونو په سر د پاکستان شپږ بېنکونه په مجموعي توگه ٢۴٧ ارب روپۍ جرمانه شوې دي او د ١٠٩ بېنک افسرانو خلاف تحقیقات پېل کړی شوې دي.

وزیراعظم عمران خان ته په پاکستان کې دننه د مالي چارو او د بېنکونو په معاملاتو د حکومت د څارنې ورستی حال په داسې وخت ورکړی شو چې فاینېنشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې تشویش څرگند کړی چې پاکستان د وسله والو د مالی سرچینو د شنډولو په لړ کې کوټلي اقدامات نه دي کړی او غیرقانون مالي چارو سره تړلې خطر نه ناخبره دی.

اېف ای ټي اېف د جمعې په ورځ په یو بیان کې د پاکستان نه وغوښتل چې د مۍ د میاشتې پورې دې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو بندولو لپاره چټک او کافي ګامونه پورته کړي.

اېف ای ټي اېف د مخکې نه پاکستان په خړ نوملړ کې اچولی. او ویره ده چې که چېرې پاکستان د دغه نړیوالې ادارې سپارښتنې عملي نه کړي نو کېدی شي په تور فهرست کې یې واچوي.

اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف نه په خړ لسټ او نه هم په تور لسټ کې نوم د یو هېواد لپاره په نړیواله توګه ښه خبره ده، په اقتصادي توگه بې باوره شي او نور هېوادونه یا ادارې ورته د قرض په اخیستلو کې اعتبار نه کوي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د اسلام آباد په غونډه کې وزیر اعظم عمران خان ته په مالي معاملاتو نظر ساتونکي د حکومتي څانگې فاینېنشل مانېټرنگ یونټ یا اېف اېم یو د ورستي رپورټونه معلومات ورکړی شول.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې وویل شو چې د تېر کال په بېنکونو کې ٨٧٠٧ مشکوک کاتې یا لېن دېن معاملې رپورټ شوې وې. په کال ٢٠١٧ کې دغه شمېره ٥٥۴٨ وه.

بیان وايي د تېر کال د جولايي د میاشت نه تر د سږ کال د جنورۍ د میاشت پورې د پېسو د قاچاق د مخنیوی په ترڅ کې د کسټم مامورینو د ۴٣٩ ارب روپو مالیت غیرقانوني کرنسي نیولې ده. او د تېرکال د نومبر د میاشت نه د کال ٢٠١٩ پورې د منی لانډرنگ یا په غېرقانوني توگه گټل شویو پېسو ته قانوني شکل ورکولو په لړ کې شپږ اشاریه شپږ ارب روپۍ نیول شوي دي.

په غونډه کې وویل شو چې پاکستان به د برطانيي، متحده عرب اماراتو او نورو هېوادونو سره د پېسو د غیرقانوني انتقال مخنیوي دپاره د استخباراتي معلوماتو شریکولو دپاره معاهدې کوي.

XS
SM
MD
LG