لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رویټرز: عمران خان غواړي چې د وزیراعظم نرندره مودي سره په تلویزیون مباحثه وکړي


عمران خان او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو د هوارولو دپاره د هندي وزیراعظم نرندره مودي سره په تلویزیون مباحثه کول غواړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د روس رشا ټوډی نومې ټېلې وژن سره مرکه کې عمران خان وویل چې د برصغیر د لکونو اوسېدوونکو دپاره به دا د ګټې خبره وي چې د مباحثې دلارې د هندوستان او پاکستان ترمنځ مسلې حل شي.

رویټرز وویل د هندوستان خارجه وزارت سره یې د عمران خان په خبره د عکس العمل دپاره رابطه وکړه خو جواب یې ترلاسه نشو.

عمران خان وویل د هند او پاکستان په تعلقاتو کې د تاو تریخوالي له امله د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت ځنډېلی دی.

هغه وویل په ایران د مغربي ملکونو د اقتصادي پابندیو او په افغانستان کې د کلونو راهسې جنګونو دلاسه د دغو ملکونو سره هم د پاکستان تجارتي تعلقات کم شوي دي خو پاکستان د چین سره ژور اقتصادي روابط لري او د سي پېک منصوبې د لاندې چین په پاکستان کې د اربونو ډالرو سرمایه کارۍ ژمنه کړې ده.

عمران خان د روسي تلویزیون سره مرکه په داسې حال کې کړې چې د ټاکل شوي د شورو، چهارشنبې، په ورځ به هغه د روس سفر کوي او په مسکو کې به د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره ویني.

یادونه: د دې خبري معلومات د رویټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG