پاکستان کې پټرول 19روپۍ او 95پېسې، ډیزل 19روپۍ او 90پېسې ګران کړی شوي دي. د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د تړون له امله یې تېل ګران کړي دي.
د خزانې وزارت د تېلو د بيعو سېوا کولو اعلامیه خپره کړې ده.
د اعلامیې ترمخه د پټرولو 19روپۍ 95 پېسو ګرانولو سره يو لیټر 272روپو 95 پېسو ته رسېدلی دی.
دغه رنګ د هايي سپيډ ډيزلو 19روپو او 90 پېسو ګرانولو سره د يو ليټر نوې بيعه 273 روپو 40 پېسو ته لوړه شوې ده.
په اعلاميه کې ویل شوي، په نړیوال مارکيټ کې په 16مه جولايۍ يو بېرل پټرول په 89.14 ډالره وو او په 31م جولايۍ پکې 97.39ډالره اضافه شوې ده.
دغه رنګ هايي سپيډ ډيزل د 96.26 ډالرو نه 111.46 ډالرو ته رسېدلي دي.
ويل شوي پاکستان کې د تېلو بیعې د نړیوال مارکیټ سره تړلي دي ځکه نن د لومړي اګست څخه د تېلو بيعې سېوا کړی شوي دي.
د خزانې وزیر اسحاق ډار د تېلو د بيعو سېوا کولو په حواله ورکړي بيان کې ویلي، "د پرون راهسې حکومت د تېلو او ګېس د انتظام ادارې [اوګرا] سره په شریکه کتلي چې څومره ګنجايش ممکن وي وکړی شي".
هغه ويلي، "خو ټولو ته معلومه ده چې د پاکستان د آی اېم اېف سره معاهده ده د پټروليم ليوي په حوالې سره، که هغه نه وی نو يو څه کمی به شوی وی او تېل به کم ګران کړی شوي وو".
هغه زياته کړې "که تاسو ته ياده وي په تېر حکومت کې دا مسله شوې وه چې کله حکومت ختمېدو په تلو تلو کې یې نړیواله معاهده نه وه پورې کړې او تېل یې ارزان کړي وو، ځکه ملکي ګټو ته په کتو دا ضروري وه چې تېل ګران کړی شوي دي".
په ټولنیزو رسنیو په حکومت سختې نیوکې شوي چې په ولس یې د تېلو د ګرانۍ په شکل کې د ګرانۍ بم غورځولی دی.
مونس الهي په ټويټر ویلي،
"د پټرولو او ډيزلو په بيعو کې پينځه او لس روپۍ نه په يو ځای 19.95 روپۍ په يو ليټر کې کمر توړ اضاف کړې، چرته لاړې د روس څخه د ارزانو تېلو اخستو دعوې؟ په تلو تلو کې د ډار لخوا قام ته يو بله دردونکې جټکا".
Forum