لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان دخپلې ازادۍ ٦٧ کليزه نمانځي


په سرکاري کچ دبيرغ خيژونې تر ټولو لويه دستوره دپلازمينې اسلام اباد په کنونشن سنټر کې شوې ده ، چې پکې دپاکستان په دوره راغلى دملګرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دمشرميلمه په توګه موجود ؤ.
دشورو په ورځ دازادۍ دورځې پيل پلازمينه اسلام اباد کې د٣١ؤ اؤ دڅلورو واړو صوبو په دارالحکومتونو کې د٢١ؤ توپو دسلامۍ ورکولو سره شوى دى.
په ټول هيواد کې دازادۍ دورځې په مهال کورونه ، سړکونه ، بازارونه اؤ لارې کوڅې په ملي بيرغونو اؤ بريښنائي مرچکو سينګار کړل شوي دي.
دازادۍ دورځې په مهال ټول هيواد کې عامه رخصتي ده اؤ په سرکاري اؤ شخصي توګه په هر لويې وړوکي ښار اؤ کليو کې دازادۍ دورځې په اړه دستورې کيږي.
په سرکاري کچ دبيرغ خيژونې تر ټولو لويه دستوره دپلازمينې اسلام اباد په کنونشن سنټر کې شوې ده ، چې پکې دپاکستان په دوره راغلى دملګرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دمشرميلمه په توګه موجود ؤ.
په دغه مهال وزيراعظم نواز شريف ددستورې برخه والو سره په ګډه ملي ترانه ووئيله اؤ دستورې ته يې وينا هم وکړه.
وزيراعظم پخپله دغه وينا کې دپاکستان دخوشحالۍ ، سوکالۍ اؤ ترقۍ دپاره دګامونو اخستو ترڅنګ ترهه ګرو ته دماتې ورکولو اؤ دامنيت پځايې کولو ژمنه هم کړې ده.
دپاکستان دازادۍ د٦٧ مې کليزې په نسبت دهيواد په جيلونو کې دبندي قيديانو په سزاګانو کې دکمي اؤ دژوند مختلفو مدونو کې په غوره کارکردګۍ يو شمير شخصياتو ته دحکومت لخوا دلوړو جائزو ورکولو اعلان هم شوى دى.
په دغه جائزه ګټونکو کې دسوات ١٦ کلنه طالب علمه ملاله يوسفزئي هم شامله ده، څوک چې دطالبانو په يو بريد کې دزخمي کيدو وروستو دا مهال په بر؛طانيه کې تعليم حاصلوي.
حکومت هغې ته دستارۀ شجاعت ورکولو اعلان کړى دى.
XS
SM
MD
LG