لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، هندوستان په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لگولي


لائن اف کنټرول کرښې کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ ویشلی دی. په دغه کرښه د کال ٢٠٠٣ م راهسې پاکستان او هندوستان ډزې بندي پرځائې کړې ده. ددې نه وړاندې په ایل او سې د هندي او پاکستاني عسکرو په منځ کې د ډزو تبادله عامه خبره وه
لائن اف کنټرول کرښې کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ ویشلی دی. په دغه کرښه د کال ٢٠٠٣ م راهسې پاکستان او هندوستان ډزې بندي پرځائې کړې ده. ددې نه وړاندې په ایل او سې د هندي او پاکستاني عسکرو په منځ کې د ډزو تبادله عامه خبره وه
پاکستان او هندوستان په یو بل کشمیر کې د کال ٢٠٠٣ راهسې په لائن اف کنټرول پوله پرځائې د ډز بندۍ الزامات لگولې دي.
مطبوعاتي رپورټونه وايي پاکستان ویلي هندوستاني ځواکونو په نکیال او سیالکوټ سیکټرو کې د پاکستاني رینجر ځواکونو په پوسټونو ډزې کړې دي او پاکستاني ځواکونو يي ځواب کړی دی.
د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې د پاکستاني عسکري زریعو د قوله ویلې د پاکستاني او هندوستاني ځواکونو په منځ کې د ډزو تبادله تر څو گنټو پورې روانه وه خو په ډزو کې د چا د مرگ ‏‏ژوبلې څه رپورټونه نه دي راغلې.
بلخوا د هندوستان یوې خبرې ویب پاڼې ویلي پاکستاني ځواکونو کشمیر کې د هند په یو سرحدې پوسټ ډزې کړې دي چې له امله يي یو هندي عسرک زخمي شوی دی.
د ټائمز اف انډیا ویب پاڼې ویلي د پاکستان لخوا ډزې د سرې نگر سره نزدې په مچیال سیمه کې په هندوستاني پوسټ ډزې شوي دي.
په تیرو څو ورځو کې د پاکستان او هند لخوا په یو بل د لائن اف کنټرول د خلاف ورزۍ ورستي الزامات دي.
تیره هفته هندوستان په پاکستان د خپلو پنځه ؤ عسکرو د وژنې الزام لگولی وو خو پاکستان دغه خبره رد کړې ده. د پاکستان او هندوستان لوړ رتبه پوځي چارواکو په دې هکله د یو بل سره رابطه هم کړې ده.
لائن اف کنټرول کرښې کشمیر د هندوستان او پاکستان ترمنځ ویشلی دی. په دغه کرښه د کال ٢٠٠٣ م راهسې پاکستان او هندوستان ډزې بندي پرځائې کړې ده. ددې نه وړاندې په ایل او سې د هندي او پاکستاني عسکرو په منځ کې د ډزو تبادله عامه خبره وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG