لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي هندي پوځ دډزو له امله يې درې پوځيان وژل شوي


د نهې په شپه ناوخته دپاکستان تر انتظام لاندې دکشمير په وادي نيلم کې ددوهنيال په مقام دپاکستاني پوځيانو په يوه چوکۍ دهندي عسکرو دډزو په نتيجه کې دغه وژنې رامينځته شوي دي
د نهې په شپه ناوخته دپاکستان تر انتظام لاندې دکشمير په وادي نيلم کې ددوهنيال په مقام دپاکستاني پوځيانو په يوه چوکۍ دهندي عسکرو دډزو په نتيجه کې دغه وژنې رامينځته شوي دي

د پاکستان پوځ وائي په کشمير ويشونکې د حدۍ بندۍ کرښه ( لا ئن اف کنټرول ) د هندي پوځ دډزو له امله يې درې پوځيان وژل شوي دي.
دسرکاري ټي ويترمخه دنهې په شپه ناوخته دپاکستان تر انتظام لاندې دکشمير په وادي نيلم کې ددوهنيال په مقام دپاکستاني پوځيانو په يوه چوکۍ دهندي عسکرو دډزو په نتيجه کې دغه وژنې رامينځته شوي دي.
دپاکستاني پوځ ترمخه دلا ئن اف کنټرول کومې سيمې سره چې دغه پيښه رامينځته شوې هلته گمارلي دپاکستاني پوځ مقامي کمانډر په دغه پيښه دخپل هندي سيال سره تماس ونيولو او دپيښې پلټنې هم کيږي.
دپاکستان او هند ترمينځ کشمير کې په لا ئن اف کنټرول دجنگ بندۍ په يو تړون کال 2003م کې اتفاق شوى ؤ، خو ددې باوجود ددواړو هيوادونو دسرحدي پوځونو ترمينځ په يو بل ډزې په مکمله توگه نۀ دي ختمې شوي او دغه رقم پيښې اکثره رامينځته کيږي.
ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ کال 2008م کې دممبۍ دبريدونو څخه وروستو سږ کال دمارچ په مياشت کې دامن مذاکراتو دبحالۍ څخه وروستو ترسره شوؤ مذاکراتو کې کشمير کې دباور جوړونې لپاره په گڼ شمير گامونو بحث شوى ؤ او په جولا ئي کې دپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر او دهغې هندي سيال ايس ايم کرشنا ترمينځ په نوي ډيلي کې ترسره شوؤ مذاکراتو کې هم په لا ئن اف کنټرول دنورو تجارتي پوائنټس جوړولو او دويشل شوي کشمير ترمينځ دبسونو درابطو په سيوا کولو هم اتفاق شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG