لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي هندي جهازونو يي د فضائي سرحد خلاف ورزي کړې ده


کشمیر کې د لائن اف کنټرول په نوم د هندوستان او پاکستان په سرحد پراته پاکستاني عسکر
کشمیر کې د لائن اف کنټرول په نوم د هندوستان او پاکستان په سرحد پراته پاکستاني عسکر
د پاکستان هوائي پوځ ویلي د هندوستان دواؤ جنگي هوائي جهازونو يي د فضائي سرحد خلاف ورزي کړې ده.
پاکستاني هوائي پوځ ویلي د هندوستاني جیټ جهازونو د پاکستان په سرحد کې د راننوتلو په جواب کې يي خپل دوه جهازونه اوچت کړل په وخت يي کاروائي ووکړه.
پاکستان ویلي هندي جهازونه شاو او خو تر دواؤ منټو پورې د پاکستان په فضا کې موجود وو.
په سمدستي توگه د هندوستان د طرفه د پاکستان د دعوې په حقله د څه ردعمل رپورټ نه دی راغلی.
هندوستان او پاکستان په کشمیر د ملکیت متضاد دعوي او په شریکه پوله هم په ځېنې سیمو کې کشالې لري. په ایټمي وسلو سنبال هیوادونو درې جنگونه هم کړې دي.
دواړه هیوادونه وخت په وخت په یو بل د سرحدي خلاف ورزۍ الزامات هم لگوي او کشمیر کې پرځائي د دواړو هیوادونو پوځونو ترمنځ ترمنځ د ډزو تبادله به عامه خبره وه خو د دواړه هیوادونه د کال ٢٠٠٣ راهسې د ډزبندۍ د یوې معاهدې تر اوسه پورې احترام کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG