لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم اشرف به دخالي په ورځ دهند سفر کوي


تیرکال د پاکستان صدر آصف علي زرداري هم هندوستان کې د اجمیر شریف دربار ته تللی وو
تیرکال د پاکستان صدر آصف علي زرداري هم هندوستان کې د اجمیر شریف دربار ته تللی وو
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف به دا هفته د گاونډي هيواد هند غیر سرکاري دوره کوي.
يو هندوستاني چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ميډيا ته وئيلي دي چې دپاکستان وزيراعظم به دخالي په ورځ دهند دوره کوي. دغه به يوه شخصي دوره وي اؤ دهغه سره به خپله کورنۍ اؤ نور چارواکي هم ملگري وي
دهغه وينا وه داسې هيله نۀ کيږي چې گنې هغه به دهندي سياست دانانو سره هم ليدنې وکړي، يقيناً دا به يوه مذهبي اؤ روحاني سفر وي
هيله کيږي دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف به دنوي ډيلي لويديز لوري ته 400 کلو ميټره لرې په اجميرشريف کې دصوفي بزرگ حضرت خواجه غريب نواز په دربارحاضر ورکړي.
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي هم پخلى کړى چې وزيراعظم اشرف به دخالي په ورځ دهند يوه شخصي دوره کوي.
هغه وويل دوزيراعظم ددورې تفصيلاتو ته لا غوڅ شکل نۀ دى ورکړل شوى چې پکې دا خبره هم شامله ده چې هغه به دغه دوره کې هلته دچا سره ليدنه کوي
دتيراپريل په مياشت کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري هم هند ته يو دغه شان سفر کړى ؤ اؤ دهغه وروستو به راجه پرويز اشرف تر ټولو ستر پاکستانى مشر وي چې دهند دوره به وکړي.
دپاکستان او هند ترمينځ اړيکو کې وروستى تاؤتريخوالى دجنورۍ په مياشت کې هاغه مهال رامينځته شو چې دلانجمنې سيمې کشمير په دواړو هيوادونو په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) ددواړو خواؤ دپوځونو دډزو په تبادله کې شپږ عسکر ووژل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG