لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ ته د هندوستان د حملې د ځواب اختیار ورکړو


تېره هفته په پلوامه کې د هندي پوځ په یوه قافله ځانمرگي حمله کې ۴٩ عسکر وژل شوې دي. جېش محمد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې
تېره هفته په پلوامه کې د هندي پوځ په یوه قافله ځانمرگي حمله کې ۴٩ عسکر وژل شوې دي. جېش محمد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې

پاکستان وايي وزیراعظم عمران خان پوځ ته اختیار ورکړو چې په هېواد د حملې په صورت کې دې هندوستان ته غوڅ ځواب ورکړي.

عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قامي سلامتیه کمېټۍ په غونډه کې د حکومت لوړ رتبه مامورینو سره د هندوستان د انتظام د لاندې د کشمیر په پلوامه ښار کې د شوي خونړۍ حملې وروسته د حالاتو جاج واخیستلو.

مطبوعاتو ته د نېشنل سکېورټي کمیټۍ د ناستې په اړه حکومتي بیان کې وویل شو چې په غونډه کې دا خبره واضحه کړی شوه چې پاکستان دپلوامه په حمله کې په هیڅ صورت نه دی ککړ او د حملې " خیال، منصوبه سازي او سرته رسول په ځايي توگه" شوي دي.

بیان وايي که یو خوا عمران خان د هیواد امنیتي ادارو ته د هیواد دننه د تندوره او ترهگرو ډلو خلاف د گامونو گړندي کوولو امر وکړو نو بلخو یې "د پاکستان مسلح پوځ ته اختیار ورکړو چې د هندوستان هرقسم یرغل او مهم جویې ته دې غوڅ او فېصله کن" ځواب ورکړي.

تېره هفته په پلوامه کې د هندي پوځ په یوه قافله ځانمرگي حمله کې ۴٩ عسکر وژل شوې دي. جېش محمد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې. هندوستان وایي دغه ډله په پاکستان کې مېشته ده چې مشري یې مولانا مسعود اظهر کوي. مولانا مسعود اظره په کال ١٩٩٩ کې هندوستان په جهاز کې افغانستان ته د تښتول شویو مسافرو په بدل کې ازاد کړو او رپورټونه وايي مسعود اظهر په پاکستان کې دی.

هندي مامورینو د پاکستان په ايي اېس ايي استخباراتي ادارې د پلوامه په حمله کې د ککړتیا الزام لگولی. په سري نګر کې د هندي پوځ کور کمانډر لفټننټ جنرل کنول جيت سنګ ډهلون ويلي د بريد په شا لاس لرونکي په هندي کشمیر کې يې د جېش محمد درې تنه چې دوه پکې پاکستانيان دي او پېژندګلو يې د کامران او رشيد په نومونو شوې وژل شوي دي.

د پاکستان نېشنل سکېورټي کمېټۍ په غونډه کې وویل شو چې پاکستان هندوستان ته د پلوامه د حملې د تحقیقاتو وړاندیز کړی او پکار ده چې نوی دلی ورته مثبت ځواب ووايي.

د پلوامه د حملې په ترڅ کې یو وارې بیا د پاکستان او هندوستان په تعلقات کې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. خو دا وړمب ځل نه دی چې هندوستان په پاکستان یا په پاکستان کې میشته وسله والو په خپله خاوره حملو کې د ککړتیا الزام لگولی.

په کال ٢٠٠٨ کې هندوستان په ممبۍ ښار کې د حملو ذمه واري په لشکر طیبه ډلې واچوله چې مرکزونه په پاکستان کې لري. پاکستان د ډلې ځېنو مشرانو خلاف گامونه پورته کړي خو هندوستان او امریکا هم وايي د پاکستان گامونه ناکافي دي.

د عمران خان په مشرۍ کې د شوي غونډې په اړه حکومتي بیان وویل د نېشنل سکېورټي کمېټۍ په غونډه کې د ترهگرۍ او تندورۍ په ضد د پاکستان په قامي تگلاره چې نېشنل اېکشن پلېن نومیږي هم غور وشو او "د غونډې په مهال فېصله وشوه چې د غېرقانونه ټاکل شويو تنظیمونو خلاف دې فعالیت چټک کړی شي."

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ترجمان دا هم وویل چې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت نومې تنظیمونه دې هم غیرقانوني ورټاکل شي. کله چې حکومت په لشکر طیبه بابندی ولگوله نو دغه نو په نتیجه کې یې دغه تنظیمونه په وجود کې راغلل. هندوستان په کال ٢٠٠٨ کې په ممبۍ ښار کې د ترهگرۍ حملو الزام په لشکر طیبه لگولی و. په دغه حملو کې د ١٦٠ نه زیات کسان وژل شوې دي.

ایران هم ویلي تېره هفته د پاکستان سره نژدې په سیستان بلوچستان صوبه کې د هېواد په امنیتي ځواکونو حمله په پاکستان کې مېشته وسله والو کړې وه.

او افغانستان د ډیر وخت راهسې وايي طالبان او حقاني ډله په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هغه ځای څخه په هېواد کې حملې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG