لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې د چین سرمایه کاري، هند ته یو "ضرب" ګڼل کیږي


پاکستان او د هغه نږدې اتحادي هېواد چین، د رقیب هېواد هند د انتقادونو په نظراندازۍ سره، په رسمي توګه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یو ستر ډېم د جوړولو کار پیل کړی دی.

وزیراعظم عمران خان د شورو/چهارشنبې په ورځ د پوځ د مشرانو او په اسلام آباد کې د چین د سفیر په ملګرتیا، د ډېم جوړولو ځای ته ورغی او هغه یې وکوت. چارواکي د دې ډېم د جوړولو پیل، د یو "نوي تاریخي باب" په ډول لمانځي.

تمه ده چې د دیامیر باشا ډېم د جوړېدو کار تر ۲۰۲۸ کال پورې ختم شي او په دې به ټولټال څه دپاسه اته بلینه ډالره خرچه راځي. د دې ډېم نه به په مختلفو مقاصدو ګټه واخیستل شي او انتظار دی چې ۴۵۰۰ میګاواټه ارزانه بجلي هم تولید کړي.

دا ډېم به د شپږنیم میلینه اېکړفیټه اوبو د ذخيرې وړتیا ولري او د ۲۷۲ مترو په جګوالي به د ګلګېت بلتیستان په شمالي برخه کې جوړ شي، چې د چین بارډر نه شاوخوا ۴۰۰ کیلامټره لېرې پروت دی. چارواکي وایي چې د دې ډېم په جوړېدو سره به خلکو ته د روزګار چانس هم برابر شي او زراعت ته به یې هم فایده ورسیږي.

د دغه قیمتي او لوی ډېم د جوړولو ټېکه، د چین له طرفه د چاینا پاور په نوم سرکاري تجارتي ډله او د پاکستان له طرفه، د پوځ تجارتي برخه چې د فرانټیئر ورکس اورګنایزېشن نومیږي، په ګډه اخېستې ده چې په کې د پاکستان د پوځ برخه ۳۰ فیصده او د چین د سرکاري تجارتي ډلې حصه به ۷۰ فیصده وي.

هند چې د کشمیر پر بلې برخې کنټرول لري او د پاکستان په شان، هغه هم د ټول کشمير دعوه دار دی، د دیامیر باشا ډېم د جوړولو منصوبه یې د خپلې علاقایي خودمختارۍ خلاف ورزي ګڼلې او هغه یې غندلې ده.

خو د پاکستان او چین حکومتونو بیا د هند فکرمندۍ رد کړي دي او ټینګار یې کړی چې دغه اقتصادي همکاري، "د ځایي خلکو د رفاه" په مقصد ده.

یاده دې وي چې د باشا ډېم جوړولو منصوبه، د سي پېک غټې منصوبې برخه نده.

بجینګ همدا راز په تېره میاشت کې له پاکستان سره دوه تړونونه د سي پېک معاهدې لاندې امضا کړل چې له مخې به یې په کشمیر کې د څلور بلینه ډالرو په لګښت، د اوبو د بجلۍ په ډېمونو کې سرمایه کاري وکړي.

په واشنګټن کې د وېلسن څېړنیز سېنټر د اېشیا د پروګرام نایب مشر مایک کوګلمن، د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر کې د چین له طرفه ورځ په ورځ زیاتېدونکې سرمایه کاري، هند ته یو ضرب ګڼي او وایي: دا کارونه به د چین او هند ترمنځ تعلقاتو ته چې له وړاندې لا خراب شوي دي، اوس یو نوې جنجال وراضافه کړي.

XS
SM
MD
LG