لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اسلام آباد کې پولیس وايي د هند د سفارتخانې دوه نیول شوي مامورین یې ازاد کړل


په نوي دلي کې پاکستان سفارتخانه. په نوي دلې کې د پاکستان ناظم الامور د هند خارجه دفتر ته بلل شوی و او په اسلام اباد کې د هندي چارواکو په بې درکه کېدو ورته اجتجاج وشو

د اسلام آباد پولیس ويلي د هندوستان د سفارتخانې یا هايي‌ کمېشن هغه دوه چارواکي یې ازاد کړي دي چې په موټر د یو لاروي د وهلو او بیا د تښتېدلو په لړ کې نیول شوي وو.

د پولیس په رپورټ کې وېل شوي دي چې هندي چارواکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په خطرناک ډول د موټر چلولو په لړ کې په داسې حال کې ونیول شول چې په موټر یې په پښو تلونکی یو تن زخمي کړو.

د پولیس په رپورټ کې هندي چارواکو شناخت د پال سېواداس او دويمو براهما په نومونو شوی دی چې د سړک د حادثې په ځای کې جمع شویو خلکو ونیول او پولیس ته یې حواله کړل.

هندوستان د ګل، دوشنبې، په ورځ ویلي وو چې په اسلام اباد کې یې د سفارتخانې دوه مامورین په داسې حال کې بې درکه شول چې د کار په لړ کې د دفتر نه وتلي وو او په نوي دلې یې کې د پاکستان ناظم الامور خارجه دفتر ته بللی و او د چارواکو د بې درکه کېدو په سر یې ورته احتجاج وکړو.

د وی او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه، پاکستاني مامورین وايي په اسلام اباد کې هندي سفارت مامورین زر تر زره سفارتخانې ته سپارل شوي وو ځکه چې هغوی سفارتي استثنا لرله.

تېره میاشت هندوستان د پاکستان دوه سفارتکاران د جاسوسۍ په الزام ملک بدر کړل. خو اسلام اباد دغه الزام ردکړی دی وايي دا د هندستان د مستقل پراپګېنډې برخه ده.

د پاکستاني سفارتکارانو د ملک بدر کولو وروسته هندوستان وايي په اسلام اباد کې هندي سفارتکاران ویرول کیږي.

XS
SM
MD
LG