لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرتارپور راهدارۍ په اړه د هند او پاکستان ترمنځ لوی پرمختگونه شوي


هند او پاکستان نن د کرتارپور زیارت د راهدارۍ پر سر، د خبرو دویم پړاو ترسره کړ او دواړو اړخونو یې په اړه خوشبیني وښوده، او ویې ویل چې د وروستي توافق دپاره به د خبرو درېیم پړاو هم ترسره کړي.

دواړو لورو په ړومبي ځل، په دې هکله سږکال د مارچ پر ١۴مه سره خبرو ته ناست و.

د پاکستان د خارجه چارو دفتر وایي چې د کرتارپور راهدارۍ په اړه د هند او پاکستان ترمنځ خبرو کې مثبت پرمختگ شوی دی.

د خارجه دفتر ویاند، محمد فیصل په واگه کې د یو پریس کنفرانس پر مهال، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو د دویم پړاو ترکیز، د کرتارپور راهدارۍ د شرایطو پر نهایي کولو و. هغه وویل د هغو خبرو له جملې نه چې دا ځل پرې بحث وشو، پر ٪٨٠ یې توافق وشو.

د هغه وینا ده چې د کرتارپور راهدارۍ د پرانیستلو مقصد، د سولې رامنځ ته کول دي.

فیصل زیاته کړه چې ځانگړي جزییات به، د توافق وروسته له خلکو سره شریک کړی شي.

خو د هند له اړخه، د هغه هیواد د کورنیو چارو جاینټ سکریټري اېس سي اېل داس خبریالانو ته وویل چې دوی له پاکستانه بیا هم غوښتي چې د ورځې پنځه زره (٥٠٠٠) سیکهـ زیارت کوونکو ته اجازه ورکړي چې د کرتارپور له لارې د کرتارپور گوردوارې زیارت ته ولاړ شي.

داس زیاته کړه: "مونږ د هغه پله جزییات هم شریک کړل چې مونږ یې دمخه لا زمونږ په خاوره کې په جوړېدو لگیا یو...مونږ له پاکستانه هم وغوښتل چې خپلې خوا ته دې پل جوړ کړي، څو د دې غاړې له پل سره مطابقت وکړي. پاکستان د یو پل جوړول منلي دي."

د هند د حکومت د معلومات ورکولو ادارې هم یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې د کرتارپور راهدارۍ په پوره کېدو سره به د ورځې ٥٠٠٠ سیکهـ زیارت کوونکي، بغیر له ویزې، له هند نه پاکستان ته ځي، او د مذهبي جشنونو پر مهال دا شمیره لس زرو کسانو ته هم رسیدلی شي.

د هند او پاکستان ترمنځ تعلقات په دې وروستیو کې د کشمیر د پیښو (پلوامه او بیا بالا کنډ) پر سر سخت خراب شوي و. د کرتارپور د راهدارۍ پر سر د دوو سیالو ملکونو خبرې او دې خبرو دپاره د پاکستان خاورې ته د هندي چارواکو رااوښتل، د دوی ترمنځ د همکاریو د بیا پیلیدو یوه وړه هیله راژوندی کوي.

XS
SM
MD
LG