لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له هند سره تعلقات عادي کول به کشمیریانو سره "دوکه کول" وي – عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هند سره د دوی تعلقات تر هغو پورې عادي حال ته نشي ګرځېدی چې هند د لانجې لاندې کشمیر سیمې د خودارادیت حیثیت بېرته نه وي پرځای کړی.

عمران خان په ټي وي باندې یو پروګرام کې چې نېغ په نېغه خورېده، د یوې پوښتنې په جواب کې وویل: «که مونږ په دې پړاو کې د هند سره تعلقات عادي کړو، دا به د کشمیر خلکو سره دوکه کول وي.»

د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې چې کله د هند وزیراعظم نرېندرا مودي د هند تر ولقې لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت ورختم کړ او هغه سیمه یې د هند یوه برخه وګڼله، هغه وخت اسلام آباد له ډهلي سره خپلې اړیکې، چې د پخوا نه لا ښې نه وې، نورې هم راکمې کړې.

د پاکستان وزیرعظم عمران خان پخپلو خبرو کې دا ومنله چې د هند سره د تجارت بحاله کېدل به د پاکستان اقتصاد ته ډېره زیاته ګټه ورسوي. د دې ترڅنګ یې زیاته کړه: «مگر دا به د کشمیریانو د ټول جد و جهد، او دا چې په دې جد و جهد کې یې شاوخوا یو لاکهـ کسانو خپل ژوند بایللی، نظراندازه کول وګڼل شي. نو ځکه دا مونږ دپاره هېڅ ممکنه نده چې د هغو (کشمیریانو) د وینې په بیعه له هند سره د خپل تجارت په بهتره کولو سوچ وکړو. دا هېڅ نشي کېدی.»

عمران خان وویل چې که نوې ډهلي په کشمیر کې خپل لانجمن ګامونه بېرته ترشا کړي، نو یوازې هغه وخت به پاکستان خبرو ته او د کشمیر کشالې په اړه مذاکراتو ته حاضر شي چې د دې لانجې د هواري دپاره په یو روډمېپ اتفاق وشي.

پاکستان دا دعوه لري چې د کشمیر په اړه د هند ګامونه، د ملګرو ملتونو د یو پخواني قرارداد خلاف ورزي ده کوم چې کشمیر په کې یوه متنازعه خاوره بلل شوې ده.

بل اړخ ته هند د پاکستان دا تنقید رد کړی او هغه یې پخپلو داخلي چارو کې مداخلت ګڼلی. هند ویلي چې د کشمیر په اړه یې فیصلې، د هند تر ولقې لاندې کشمیر کې د امن بهتره کولو او هلته کې اقتصادي پرمختګ ته لاره هوارولو په مقصد دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشر ترکي سفارتکار وولکان بوزکېر تېره هفته پاکستان ته د خپلې درې ورځېنۍ دورې پر مهال، هند او پاکستان دواړه دې ته وهڅول چې د کشمیر د لانجې دپاره دې د خبرو د لارې د هوارۍ یوه لاره پیدا کړي او د هغه د حیثیت بدلولو کوششونه دې نه کوي.

د هند د خارجه وزارت یو ویاند اریندم باګچي سمدستي د وولکان بوزکېر دا خبرې چې د کشمیر د حیثیت نه بدلولو په اړه یې کړې وې، رد کړې او هغه یې «د نه منلو وړ» وګڼلې او زیاته یې کړه چې بوزکېر «ګمراه کن او متعصبانه» تبصره کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG