لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني او هندي ځواکونو په جګړه کې ۱۳ کسان وژل شوي


هندي پوځ په خپل بیان کې وویل په لاین اف کنټرول د جګړې شروع کېدو نه وړاندې وسله والو د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر ته د راوړېدو کوښښ کوولو
هندي پوځ په خپل بیان کې وویل په لاین اف کنټرول د جګړې شروع کېدو نه وړاندې وسله والو د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر ته د راوړېدو کوښښ کوولو

د پاکستاني او هندي ځواکونو په جګړه کې د دواړو ملکونو د انتظام دلاندې د کشمیر په دواړو برخو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او دواړو حریف ملکونو په یو بل د جګړې د شروع کوولو الزامات پورې کړي دي.

چارواکو او په کشمیر کې د لاین اف کنټرول پولې سره نژدې د کلو اوسېدونکو د دواړو ملکونو ترمنځ د جمعې په ورځ شوي جګړه د ورستیو میاشتو تر ټولو سخته وبلله.

د پاکستان پوځ د خپل یو عسکر د وژل کېدو او د پنځو نورو د زخمي کېدو تصدیق وکړو او وه یې وېل چې څلور ملکي کسان هم ووژل شوو او ۱۲ نور زخمیان شوي دي.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې وویل هندي ځواکونو بغیر د څه راپاروني او په ناتاره ډول پوځي او ملکي هدفونه د توپخانې او د مارټرو په درنو ګولو ووېشتل.

پاکستاني پوځ وویل هندي ځواکونو ته یې مناسب ځواب ورکړو او درانه زیانونه یې ورته ورواړول.

د هندوستان پوځي مامورینو وویل جګړه پاکستاني ځواکونه شروع کړې چې له امله یې څلور هندي عسکر او څلور ملکي کسان ووژل شوو او ګڼ شمېر نور کسان زخمیان شول.

هندي پوځ په خپل بیان کې وویل په لاین اف کنټرول د جګړې شروع کېدو نه وړاندې وسله والو د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر ته د راوړېدو کوښښ کوولو.

د هندوستان پوځ وویل د هندي پوځ بېدارو عسکرو د خپلو مورچونه په لاین او کنټرول مشکوک حرکت ولېدلو او د دې سره په مختلفو ځایونو کې پاکستان د ډزبندۍ خلاف ورزي شروع کړه خو هندوستان ته د وسله والو د را اوړېدو کوښښ ناکامه کړی شو.

د جمعې په ورځ ناوخته د پاکستان خارجه وزارت وویل په اسلام اباد کې د هندوستان ناظم الامور خارجه وزارت ته طلب کړی شو او په کشمیر کې د پېښې په سر ورته احتجاج وکړی شو.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل هندوستان د نړیوالو قوانین د خلاف ورزۍ دلارې مسلسل کوښښونه کوي چې په لاین او کنټرول، چې کشمیر د هندوستان او پاکستان د انتظام لاندې برخو کې وشیي، تاوتریخوالی زیات شي او په سیمه کې امن او ثبات ته خطر راولاړ شي.

د خارجه وزارت په بیان کې وویل چې د سږ کال د شروع راهسې هندوستان په لاین او کنټرول د ډزبندۍ ۲۷۰۰ خلاف ورزۍ کړي چې پکې ۲۵ کسان وژل شوي او د ۲۰۰ زیات ملکي کسان پکې په سنګین ډول زخمیان شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د خارجه وزارت په بیان کې د پوځي تلفاتو تفصیل نه دی ورکړی شوی.

به اېټمي وسله سنبال د دواړو ملکونو ترمنځ په کشمیر کې اکثر نښتې کېږي او دواړه په یو بل د جګړې د شروع کوولو الزامات پورې کوي.

دواړه ملکونو په کشمیر د ملکیت دعوه کوي او د کشمیر په سر یې جنګونه هم کړي‌ دي. هند وايي پاکستان په کشمیر کې د هندوستان خلاف جنګیدو دپاره د وسله والو مرسته کوي خو پاکستان دا خبره ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG