لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وایي کشمیریان په هند ګډېدل غواړي، خو پاکستان وایي ازادي به واخلي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاویده باجوه وایي، د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د کشمیریانو مبارزه دا څرګندوي چې دوی به هدف ته ورسېږي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي، جنرل باجوه دا خبرې د دوشنبې- ګل په ورځ د کشمیر د پیوستون د ورځې په مناسبت وکړې او له کشمیریانو سره یې خپل ملاتړ څرګند کړي. ښاغلی باجوه وایي، هیله من دی چې پر ستونځو برسېره به کشمیریان په خپله مبارزه کې بریالي شي:

"د هند د اشغالګرو ځواکونو فشار هیڅکله د کشمیریانو زړور هوډ ته تاوان نه شي رسولای، چې د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې په قانوني توګه د نړیوالې ټولنې را ویښېدو ته په تمه دي"

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم د کشمیر د پیوستون ورځې په مناسبت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې بشري حقونو ته په کتو دي پر هندوستان فشار واچوي او دې ته دي یې مجبور کړي چې تر خپل واک لاندې کشمیر کې د بشري حقونو سرغړونې بندې کړي.

وزیراعظم عباسي غوښتنه کړې چې د کشمیر د شخړې حل دې د کشمیري ولس له غوښتنو سره سم د ملګرو ملتونو د قراردادونو له لارې ولټول شي. نوموړي د کشمیر د شخړې هواری د سیمې د امن او پرمختیا لپاره ضرور‏ي بللی دی.

د پاکستان خارجه وزیر خواجه آصف وایي، له هندوستان سره د پاکستان د دښمنۍ یواځینی علت د کشمیر شخړه ده. پاکستاني مطبوعات د خواجه آصف له خولې لیکي چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د هندوستان اته لکه پوځیانو د زور ظلم باوجود د ازادۍ لپاره د اولس عزم نه دی مات کړی.

"د سیمې ولس اوس هم د هند د یوم جمهوریه په ورځ باندې د پاکستان بیرغ ته سلامي کوي او خپل مړي د پاکستان په بیرغ کې نغاړي"

خواجه اصف وایي، په ټوله نړۍ کې د کشمیري ولس هلې ځلې د ازادۍ د تحریک په توګه منل کېږي، خو نوموړي خفګان څرګند کړ، چې اسلامي هېوادونه له کشمیریانو سره کمه مرسته کوي.

د تېرو کلونو غوندې د دوشبنې-ګل په ورځ هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د هند تر واک لاندې کشمیري ولس سره د پیوستون په مقصد بېلابېلې غونډې شوي دي، چې پکې یې د کشمیر د بشپړې ازادۍ غوښتنه کړې ده.

په ۱۰۴۷م کال کې د هندي برِصغیر د وېش په وخت کشمیر د پاکستان او هندوستان تر منځ وېشل شوی، چې د یوه کشمیر سرښار سرینګر هند تر خپل واک لاندې او د بل کشمیر سرښار مظفر اباد پاکستان تر خپل واک لاندې ساتل دی.

هند او پاکستان د کشمیر پر شخړه له یو بل سره جنګونه هم کړي دي، خو په ۱۹۷۲م کال کې دغه دواړه هېوادونه په دې سلا شول، چې تر خپل منځ د (لاین آف کنټرول) په نامه وروستۍ کرښه وټاکي، خو په بېلابېلو وختونو کې دواړو هېوادونو پر یو بل د ډزو تورونه لګولي دي.

هند تور لګوي چې پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ناقرارۍ لپاره وسلوال ورلېږي، خو وایي د کشمیر ولس له هند سره پاتې کېدل غواړي.

څېړونکي وایي پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر کې د خپلو مقصدونو تر لاسه کولو لپاره د اوویا په لسیزه کې د وسلوالې مبارزې تګلاره پیل کړ، چې نه یواځې یې دغو ډلو ته د چندو جمع کولو اجازت ورکړ، بلکې دوی ته یې په کشمیر کې د جهاد لپاره د خلکو د مقررولو او روزلو اجازت هم ورکړ.

دغو وسلوالو ډلو د پاکستان په بېلابېلو سیمو او ښارونو کې خپل مرکزونه پرانیستل او ورسره د خپلو ورځپاڼو او مجلو چاپول هم پیل کړل، چې په کشمیر کې د جګړې- چې دوی ورته د جهاد نوم ورکاوه- په پلوۍ به یې لیکنې پکې خپرولې.

خو تر یوولسم سپتمبر وروسته د پاکستان صدر او د پوځ مشر جنرل پروېز مشرف د نړیوال فشار له کبله د دغو وسلوالو د روزنې مرکزونه بند کړل او د دوی هلې ځلې یې هم وځندولې، خو پر پاکستان باندې د نړیوال فشار باجود دغو ډلو په نورو نومونو خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG