لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي کشمیر کې د هندي عسکرو په ډزو ملکی کس وژل شوی


په لائن اف کنټرول د هندي ځواکونو د گشت یو منظر
په لائن اف کنټرول د هندي ځواکونو د گشت یو منظر
پاکستان او هندوستان یو وارې بیا کشمیر کې د گل په ورځ په یو بل د ډزو الزامات لگولې دي او یو پاکستاني پوځي چارواکې ویلې د هندوستان لخوا شوي ډزو کې یو ملکي کس وژل شوی دی.
رائټرز خبرې ادارې د یو پاکستاني پوځي افسر د قوله ویلي هندي ځواکونو بټل، چریکوټ او ستول سیکټرو کې ډزې کړې دي او پاکستاني عسکرو يي ځواب کړی دی.
پاکستاني پوځي افسر چې نوم يي نه دی ښودل شوی، رائټرز ته ویلي د هندي ځواکونو د ډزو په نتیجه کې یو ملکي کس وژل شوی دی.
بلخوا، د هندوستان د دفاع وزارت ترجمان ویلي کشمیر کې په هندي پوسټونو د درنو مارټرو او اټومیټک وسلو د اتوار په شپه ډزې شوي دي خو د هندوستان په خوا يي نقصان نه دی کړی.
کشمیر کې په لائن اف کنټرول پوله د هندوستان او پاکستان ترمنځ تاؤتریخوالی د اگست د شپږمې نیټې راهسې زیات شوی دی کله چې د هند د ولکې د لاندې کشمیر کې پنځه هندي عسکرو وژل شول. هندوستان د عسکرو د وژنې الزام په پاکستان ولگولو چې پاکستان رد کړو.
پاکستان او هندوستان د کال ٢٠٠٣ په لائن اف کنټرول ډز بندي پرځائې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG