لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پریانکا چوپړه دې د ملگرو ملتونو د امن سفیره نه وي، د پاکستان غوښتنه


پریانکا چوپړه
پریانکا چوپړه

د هندي فلمونو وتلې ادا کاره پریانکا چوپړا د ملگرو د ښه نیت او د امن سفیره هم ده.

خو پاکستان غواړي چې ملگري ملتونه دې د پریانکا چوپړه نه دغه امیتاز بیرته واخلي.

د پاکستان د غوښتنې علت؟

د پاکستان د انساني حقونو وزیرې شیرین مزاري ملگرو ملتونو ته په یو خط کې ویلي پریانکا چوپړه د پاکستان خلاف د اېټمي جنگ او په کشمیر کې د هندي حکومت د تگلارې حمایت کړی دی.

پریانکا د فېبرورۍ په میاشت کې د یو ټوېټر په سر د نیوکو سره مخامخ شوه. د تنقید په ځواب کې پریانکا وویل هغې یوازې د خپل وطن سره د مینې اظهار کړی و.

د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې په هندي پوځ حمله وشوه چې پکې تر ۴٠ پورې عسکر ووژل شو. د حملې پړه په پاکستان کې د مېشته وسله والې ډلې جېش محمد په غاړه واخیسته.

د کشمیر په پلوامه ښار کې په عسکرو د حملې وروسته د هند هوايي ځواکونو د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې بمباري وکړه. او یوه ورځ وروسته، پاکستان د هند یو جنگي الوتکونه وغورځوله.

د الجزیره ټېلې وژن ترمخه، په بالاکوټ کې د هندي هوايي بمبارۍ وروسته پریانکا په یو ټوېټ کې وویل "جی هند" او په ټوېټ کې یې د هند هوايي ځواکونه هېش ټېگ کړل.

هم د فېبرورۍ په میاشت کې د دغه ټویټ په سره پریانکا چوپړه باندې یوې پاکستانۍ امریکايي مېرمن عایشه ملک په یوه غونډه کې د پاکستان سره د جنگ د حمایت الزام ولگولو خو هندي اداکارې ورته په ځواب کې وویل هغه جنگ نه خوښوي او د وطن سره یې د خپلې مېنې اظهار کړی و.

خو اوس د پاکستان د انساني حقونو وزیرې شیرین مزاري هم په پریانکا دغه الزام لگولی.

شیرین مزاري د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملگرو ملتونو نه په یو خط کې غوښتنه وکړه چې پریانکا چوپړه د امن په لړ کې د ادارې اصولو خلاف ورزي کړې ده نو ځکه دې د هغې نه د امن د سفیرې امتیاز واخیستل شي.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې ایا ملگرو ملتونو او یا هم پریانکا د پاکستان دغه غوښتنې ته څه ځواب وېلې او که نا؟

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG