لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند او پاکستان د سند دریاب د اوبو په موضوع خبرې شروع کړې


رویټرز په خپل رپورټ کې وايي پاکستان تشویش لري چې د همالیه په سیمه کې د هندوستان مجوزه ډېم به په سند دریاب کې د اوبو بهېدل زیانمنې کړي چې د پاکستان د زراعت د اوبه خور ۸۰ فیصد برخه پوره کوي

د پاکستان او هندوستان مامورینو د سند دریاب د اوبو او په دې د ډېمونو د منصوبو په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرې شروع کړې چې په تېرو دریو کلونو کې د دواړو ملکونو ترمنځ لومړي مذاکرات دي.

رویټرز خبري اداره وايي یو هندي چارواکي په خبرو کې د څه اهم پرمختګ امکان رد کړی دی.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي پاکستان تشویش لري چې د همالیه په سیمه کې د هندوستان مجوزه ډېم به په سند دریاب کې د اوبو بهېدل زیانمنې کړي چې د پاکستان د زراعت د اوبه خور ۸۰ فیصد برخه پوره کوي.

هندوستان د مجوزه ډېم دفاع کوي او وايي پکل دل نومې ډېم د دواړو ملکونو ترمنځ د ورلډ بېنک په منځګریتوب شوي سند تاس یا انډس واټر ټريټي معاهدې سره سمون خوري.

په نوي دلي کې کېدونکو خبرو کې شامل یو هندي چارواکي رویټرز ته وویل دوی به د منځ لاره د لټولو کوښښ کوي خو د لوې پرمختګ امکان نېشته. "ډیر داسې شیان دي چې مونږ پې مفاهمت نشوو کولی."

دوه ورځنۍ خبرې به د شورو، چهارشنبې، په ورځ ختمېږي او د امکان دی چې دواړه ملکونه به مشترکه بیان جاري کړي.

XS
SM
MD
LG