د انټرنېټ د څار ادارې نېټ بلاکس ويلي، پاکستان کې د تېرې شپې راهسې په انټرنېټ د ټولنيزو رسنيو پاڼې سمې نه چلیږي، خلک یې شکايت کوي.
نېټ بلاکس ویلي، "په ژوندۍ بڼه د ټولنيزو رسنیو پاڼې اېکس (پخوانی ټویټر)، فېس بک، انسټاګرام او يوټيوب ته په ټول پاکستان کې ګډوډی ورپېښ شوی، او دا پېښه پاکستان کې د مخالفه سياسي مشر عمران خان د ګوند د ورچويل يا په انټرنېټ د راجوړې غونډې نه وړاندې شوې ده".
د پاکستان ټيلي کميونيکېشن ادارې تراوسه پورې په رسمي ډول د ټولنيزو رسنيو پاڼو د ګډوډي يا ورته د رسايۍ نه کېدو په حواله په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
پاکستاني مطبوعاتو ويلي، تېره شپه د ماسخوتن راهسې په کراچۍ، لاهور او اسلام اباد کې د ټولنيزو رسنيو پاڼې کاروونکو شکايت کړی دغو پاڼو ته رسايي نه لري، او ځينې کسانو د انټرنېټ په قلاره کېدو هم ويلي دي.
د بشري حقونو فعال جبران ناصر په اېکس پوسټ کې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير عمر سېف ته په مخاطب کولو سره ويلي،
"که د اتمې فرورۍ 2024م پورې هره ورځ د ورچويل جلسې اراده کوي نو ايا پي ټي اې (پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټي) په هر ورځ انټرنېټ په قلاره کوي يا بندوي؟".
هغه پوښتنه راولاړه کړې "ايا د واکمنو ترجيحات دا دي چې د خپل ضد او انا په خاطر به د 22 کروړه پاکستانيانو حقونه او د ملک اقتصاد په داو لګوي که څه هم په دې برخه کې په اربونو روپو تاوان اوړي او نړيوال پانګه وال په دې ننداره کتو وتښتي؟".
تېره شپه پاکستان تحریک انصاف ګوند ورچويل جلسه کړې مشرانو یې ورته ويناګانې کړي دي.
پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې په انټرنېټ د ټولنيزو رسنيو پاڼې بندې کړی شوي دي.
د عمران خان د نيولو وروسته پاکستان کې د پېل شوو احتجاجونو په مهال موبايل انټرنېټ سروس، او د ټولنيزو رسنیو پاڼو ټویټر، فېس بک او يوټيوب ته رسايي ودرول شوې وه.
امريکا او د بشري حقونو نړيوالو تنظیمونو پاکستان کې د انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او په سمدستي توګه د بحالۍ غوښتنه یې کړې وه.
پاکستان کې له دې وړاندې هم يوټيوب او ټک ټاک بند کړل شوي او د محرم او عيدميلادالنبي په مهال هم اکثره په غټو ښارونو د موبايل ټیليفون او انټرنېټ خدمات تړل کيږي.
Forum