لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر ایران ته ویلي د عدم مداخلت او د برابرۍ په بنیاد په سیمه کې ثبات غواړي


مېجر جنرل محمد باقري
مېجر جنرل محمد باقري

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه خپل ایراني هم منصب مېجر جنرل محمد بافري ته ویلي پاکستان د عدم مداخلت او برابرۍ په بنیاد په سیمه کې د امن او ثبات خواهش لري.

د پاکستان د پوځ د یو بیان ترمخه، د مېجر جنرل محمد باقري سره خبرو کې جنرل باوجوه په تېرو ورځو کې په بلوچستان کې په هغه حمله تشویش څرګند کړو چې پکې شپږ پاکستاني عسکر ووژل شو. "دواړو کمانډرانو د پولې دواړو خواو ته د امنیت ټینګوولو اراده وکړه."

د پاکستان د پوځ بیان وویل جنرل قمر جاوید باجوه وویل پاکستان د ایران سره په پوله د ازغن تار لګولو کار شروع کړی دی خو د ترهګرو او د نشۍ توکیو د قاچاق کوونکو مخنیوي دپاره دواړه ملکونه دوه اړخیره همکاري وکړي.

په بیان کې وویل شو چې جنرل قمر جاوید باجوه د پاکستان دا خواهش تکرار کړو چې ملک یې د یو بل په چارو کې د عدم مداخلت، برابرۍ او د یو بل دپاره د احترام په بنیاد په سیمه کې امن او ثبات غواړي.

د ایراني سرکاري‌ خبري ایجنسۍ ایرنا د خبر له مخې دواړو د امنیتي پرمختګونو، د پولې پر امنیت او د کرونا وایرس د مخنیوي پر هڅو خبرې کړې دي.

د پاکستان او ایران د پوځونو مشرانو په داسې وخت کې دا خبرې کړي چې د جمعې په ورځ‌ د ایران له پولې د 14 کیلیومیټره په فاصله د بلوچستان د کېچ ضلعې په بولېده سیمه کې په ملېشه ځواکونو حمله کې د یو مېجر په ګډون شپږ پوځیان ووژل شوو. د حملې ذمه واري بلوچ لیبرېشن آرمي نومې ډلې منلي ده.
په ایران او د پاکستان په بلوچستان کې په وار وار داسې وسلوال بریدونه شوي چې دواړو غاړو ته یې امنیتي عسکر او پوځیان وژلي او دواړو غاړو تور پورې کړی چې وسلوال د پولې له بلې غاړې ور اوړي او هلته بریدونه کوي.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرانا پخپل خبر کې ویلي، جنرل باقري د پاکستان د پوځ مشر ته د وسلوالو په ضد د ګامونو اخیستلو باور ورکړی او ورته ویلي یې دي چې پر پوله د ستونځو جوړوونکو ترهګرو او د ګډ دوښمن په ضد باید امنیتي تدابیر زیات کړي.

ایرنا وایي د ایران د پوځ مشر له جنرل باجوه وغوښتل، ایران هیله من دی چې پاکستاني پوځي چارواکي به د هغو درو ایراني سرحدي عسکرو د را خوشي کولو لپاره غوڅ ګامونه واخلي چې د ایران په ګومان جیش العدل وسلوالې ډلې تښتولي دي.

د 2018م کال په اکتوبر میاشت کې د ایران له میرجاوا سیمې وسلوالو 12 ایراني سرحدي عسکر تښتولي وو، چې پاکستان یې د نهو تنو په را خوشي کولو کې له ایران سره مرسته کړې وه او درې لا هم تر اوسه د وسلوالو په منګولو کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG