لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرو په ویب پاڼو پاکستان کې پابندي نشته؟


پاکستان کې په انټرنیټ د وسله والو د ازادۍ مثالونه موجود دي. پاکستان خلاف د تحریک طالبان پاکستان د جنگ اعلان، د پیښور په ارمي پبلک سکول د حملې د طالبانو د ذمه وارۍ وډیو چې د طالبانو مشر ملا فضل الله پکې په سکول د حمله پړه مني او داعش سره د پاکستاني طالبانو نه جدا شوو وسله والو د الحاق وډیو، ټول په انټرنیټ پراته دي او په اسانه ورته رسائي کیدی شي
پاکستان کې په انټرنیټ د وسله والو د ازادۍ مثالونه موجود دي. پاکستان خلاف د تحریک طالبان پاکستان د جنگ اعلان، د پیښور په ارمي پبلک سکول د حملې د طالبانو د ذمه وارۍ وډیو چې د طالبانو مشر ملا فضل الله پکې په سکول د حمله پړه مني او داعش سره د پاکستاني طالبانو نه جدا شوو وسله والو د الحاق وډیو، ټول په انټرنیټ پراته دي او په اسانه ورته رسائي کیدی شي

په داسې حال کې چې پاکستان په انټرنیټ د جرمونو یا سائبر کرائمز په هکله کره تگ لاره نه لري، تندروه ډلې د صورتحال نه گټه پورته کوي او خپل پیغامات بې دریغه خوروي چې یو مثال يي هیواد کې د ترهگرو په ویب پاڼو د پابندۍ نشتوالی دی.

تجزیه کار وايي القاعده او شام او عراق کې فعاله وسله واله ډله داعش د پاکستان د صورتحال نه گټه پورته کولی شي.

پاکستان کې په انټرنیټ د وسله والو د ازادۍ مثالونه موجود دي. پاکستان خلاف د تحریک طالبان پاکستان د جنگ اعلان، د پیښور په ارمي پبلک سکول د حملې د طالبانو د ذمه وارۍ وډیو چې د طالبانو مشر ملا فضل الله پکې په سکول د حمله پړه مني او داعش سره د پاکستاني طالبانو نه جدا شوو وسله والو د الحاق وډیو، ټول په انټرنیټ پراته دي او په اسانه ورته رسائي کیدی شي.

وسله والې ډلې خلکو ته په انټرنیټ خپل پیغامات د مذهب په رنگ کې وړاندې کوي. د وسله والو وډیو گانو سره د قران تلاوت وي، نعتونه او یا نورې مذهبي او جهادي ترانې ورسره په ترنم کې بغیر د موسیقۍ ویل کیږي.

د تیرو څو کلونو راهسې پاکستان کې په یو ټیوب پابندي لگېدلې ده. په یوټیوب پابندي د یو فلم ورسته ولگیدله چې د توهین رسالت شک پرې کیدو. هم دغه رنگ په هغه ویب پاڼو هم پابندۍ لگول شوي چې د فعاشۍ خورولو تور پرې لگول شوی دی.

پاکستان کې د انټرنیټ د څارنې حکومتي اداره، پاکستان ټیلې کمیونیکشن اتارټي، وايي د مذهب د سپکاوي او د فعاشۍ په لړ کې د یو لاک نه زیاتو ویب پاڼو باندې پاکستان کې پابندې ده.

د وسله والو په ویب پاڼو باندې نظر ساتلو دپاره د پاکستان ټریبیون ورځپاڼه وايي وفاقي تحقیقاتي اداره ایف ايي ای او پاکستان ټیلې کمیونیکشن اتارټي خصوصي څانگې لري خو پابندي پرې د چارواکو د وینا ترمخه د قانوني او انتظامي وجوهاتو په سبب نشې لگولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG