لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پنجاب په فېصل اباد ښار کې د داعش دوه وسله وال وژل شوي


وارن واینسټین د لاهور ښار نه تښتول شوی و خو په کال ٢٠١٥ کې د افغانستان د پولې سره نژدې په خطا کې د امریکايي ډرون حمله کې ووژل شو

پاکستاني امنیتي ځواکونو د پنجاب صوبې په فېصل اباد ښار کې د سختې جگړې وروسته د داعش ډلې دوه وسله وال وژلې دي. مامورین وايي دغه وال په پاکستان کې د یو امریکايي امدادي کارکونکي په تښتولو کې هم ککړ وو.

وارن واینسټین د لاهور ښار نه تښتول شوی و خو په کال ٢٠١٥ کې د افغانستان د پولې سره نژدې په خطا کې د امریکايي ډرون حمله کې ووژل شو.

د اېسوسي اېټډ پریس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، د پنجاب حکومت د ترهگرۍ خلاف محکمې مشر رای طاهر په یو بیان کې وویل چې په فېصل اباد کې وژل شوي وسله وال عادل حفیظ او عثمان هارون وو.

طاهر وویل دغه وسله وال په کال ٢٠١٣ کې د پخواني وزیراعظم یوسف رضا گیلاني د زوي علي حیدر په تښتولو کې هم ککړ وو. علي حيدر په ٢٠١٦ کې پخ افغانستان کې امریکايي ځواکونو ژغورلی و.

ای پي د رای طاهر له قوله وویل چې پاکستاني چارواکو د وژل شویو وسله والو د حملو یو شمېر سازشونه شنډ کړې دي او په ورستي کلونو کې د استخباراتي مامورینو په وژنه او نورو جرمونو کې یې لاس لرلو.

XS
SM
MD
LG