لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اسلام آباد کې د پلاسټک کڅوړو په استعمال بندیز پرځای شو


د اسلام اباد سره نژدې په یو مارکېټ کې سوداگر د ټماټرو نه ډکو پلاسټک کڅوړو سره ناست لیدل کېږي. د رویټرز خبري ادارې تصویر

د پاکستان سرښار اسلام آباد کې د اگست د ١۴ نېټې څخه په پلاسټک کڅوړو پابندي عملي شوه. د بندیز په خلاف ورزۍ به جرمانه لگول کیږي.

حکومتي چارواکو ویلي په پلاسټک کڅوړو پابندي د چاپېریال د تحفظ په غرض لگول شوي ده.

په پلاسټک کڅوړو د بندیز د قانون ترمخه، په اسلام اباد کې به د پلاسټک کڅوړو جوړول او استعمال نشي کېدلی.

د وي او ای اردو څانگې د رپورټ ترمخه د قانون د خلاف ورزۍ په صورت کې به تر ٥٠٠٠ پورې جرمانه لگول کېږي.

چارواکي وايي ولس دې د پلاسټک کڅوړو پرځای د رښت یا د کپړې، کاغذ او یا د بل داسې خام مال نه تیارې کڅوړې استعمال کړي چې د کاروولو وروسته ختمیدلی او یا ریسایکل کېدلی شي، یعنې بیا پکار راوستل کېدی شي.

د پلاسټک یا پولېتین کڅوړو جوړونکو تنظیم ویلي په پاکستان کې هرکال ٥٥ ارب پلاسټک کڅوړې استعمالېږي او په استعمال کې هر کال ١٥ فیصد اضافه کیږي.

د چاپېریال د تحفظ ماهرین وايي پاکستان د کسافتونو پرځای کولو او د پلاسټک کڅوړو ځای پرځای کولو او یا بیا په استعمال کې د راوستلو انتظام نه لري او یا دغه نظام ناقص دی.

د وي او ای د اردو څانگې رپورټ وايي د ملگرو ملتونو په یو ورستي رپورټ کې راغلي چې د پلاسټک دلاسه هرکال ١٠ لکه مارغان مري او سمندري ځناورو ته هم سخت نقصان رسوي.

د خېبرپښتونخوا حکومت هم ویلي په پلاسټک کڅوړو د پابندۍ لگولو اراده لري او په کوټه کې د یوې کارخانې پرانیسته شوي چې د پلاسټک داسې کڅوړې به تیاروي چې د استعمال وروسته ختمیدلی شي یا خاورې کېدلی شي.

وي او ای اردو په خپل رپورټ کې وايي په کال ٢٠١٣ کې هم په اسلام اباد کې په پلاسټک کڅوړو پابندي لگول شوي وه خو پرې ډیره عملداري نه وه شوي.

د موسمي بدلون دپاره د وزیراعظم مشیر امین اسلم وي او ای اردو څانگې ته وویل په اسلام آباد کې د بندیز وروسته په خېبر پښتونخوا او سند صوبو کې هم په پلاسټک کڅوړو د بندیز قانون سازي کولی شي.

XS
SM
MD
LG