لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کاون، د دنیا تر ټولو تنها بلل شوی هاتي به د اسلام ژوبڼ نه لاړ شي


فور پاز نومې تنظیم وايي پاکستاني چارواکو کاووان بهر د بوتلو اجازت ورکړی دی او ممکنه ده چې کمبوډیا ته منتقل کړی شي چرته چې به هغه د نورو هاتیانو سره یوځای شي او په بهترو حالاتو کې به ژوند وکړي

د اسلام اباد په ژوبڼ کې د تېرو ۳۵ کلونو راهسې مېشته کاون نومې هاتي (فیل) په خرابو حالاتو کې ورځې شپې تېروي او چونکه بل ملګری نه لري نو ځکه د دنیا تر ټولو تنها یا یوازې هاتي بلل کېږي.

د کال ۲۰۱۶ راهسې د ځناورو د خېر ښېګړې ادارې کوښښ کوي چې کاون د نورو هاتیانو سره ملګری کېدو دپاره بل ځای ته منتقل کړی شي.

فور پاز نومې تنظیم وايي پاکستاني چارواکو کاون بهر د بوتلو اجازت ورکړی دی او ممکنه ده چې کمبوډیا ته منتقل کړی شي چرته چې به هغه د نورو هاتیانو سره یوځای شي او په بهترو حالاتو کې به ژوند وکړي.

د فور پاز ( معنا یې څلور پنجې دی) ترجمان مارټن باور اېسوسي اېټیډپرېس خبري ادارې ته وویل د کاووان مکمله طبي معاینه شوي ده او هغه په وزن زیات دی او د ملګري د نشت والي له امله نفسیاتي مسلې هم لري.

مارټن باور وویل په اسلام اباد کې د ځنګلي ځناورو د تحفظ ادارې اسلام اباد وایلډ لایف مېنیجمنټ بورډ فور پاز ته بلنه ورکړې ده چې کاووان دې بل ځای ته په محفوظه ډول منتقل کړي چې تر اوسه په يو تنګ ځای کې په تنهايي کې په ژوند کوولو مجبوره دی
مارټن باور وویل په اسلام اباد کې د ځنګلي ځناورو د تحفظ ادارې اسلام اباد وایلډ لایف مېنیجمنټ بورډ فور پاز ته بلنه ورکړې ده چې کاووان دې بل ځای ته په محفوظه ډول منتقل کړي چې تر اوسه په يو تنګ ځای کې په تنهايي کې په ژوند کوولو مجبوره دی

د سږ کال د می په میاشت د اسلام اباد هاي کورټ د اسلام اباد ژوبڼ چې مرغزار نومیږي په دې سبب د بندوولو امر وکړو چې د انتظاميي د غفلت له امله پکې ځناورو دپاره حالات خراب وو.

که یو خوا د کاون د تحفظ دپاره په نړیواله کچه هلې ځلې شروع شوې نو بلخوا د مرغزار دوه پړانګان د ژوبڼ د بندېدو وروسته بل ځای ته د منتقل کېدو په مهال مړه شول.

مارټن باور وویل په اسلام اباد کې د ځنګلي ځناورو د تحفظ ادارې اسلام اباد وایلډ لایف مېنیجمنټ بورډ فور پاز ته بلنه ورکړې چې کاون بل ځای ته په محفوظه ډول منتقل کړي چې تر اوسه په يو تنګ ځای کې په تنهايي کې په ژوند کوولو مجبوره دی.

باور وویل د کاون د طبي معاینې نه څرګنده شوي چې د هغه وزن زیات دی، نوکونه یې د بې غورۍ له امله چاودېدلي او لوی شوي دي او غېر معیاری خوراک ورکول کیږي.

باور وویل کاون به په کمبوډیا کې د ځناورو پناه ځای ته منتقل کړی شي خو هغه د نفسیاتي مسلې هم لري چې په سمېدو کې به یې ډیر وخت لګي.

د کاون ملګری هاتي په ۲۰۱۲ کې مړه شوی دی او هغه وخت راهسې کاووان د تنهايي او د بېزارۍ وخت تېروي. ب د تنهايي او د بېزارۍ له امله کاون په ګټنو خپل سر مخکې وروسته خوزوي.

دا له نه ده معلومه چې کاون به کله په اسلام اباد کې د خپلې تنهايي نه بهر بوتلل شي.

XS
SM
MD
LG