لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږ کال د تشدد پيښو کې 11 خبريالان وژل شوي دي


پاکستان کې سږ کال د تشدد پيښو کې 11 خبريالان وژل شوي دي
پاکستان کې سږ کال د تشدد پيښو کې 11 خبريالان وژل شوي دي

د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس دشمير له مخې په روان کال کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې په ټول هيواد کې 11 خبريالان وژل شوي چې پکې دڅلورو تعلق دبلوچستان سره دى.
په نومبرکې دخبريال لاله حميد په گولو سورى مړى د بلوچستان په ساحلي سيمه گوادر کې ديو خوړ څخه ترلاسه شوى ؤ.
دلاله حميد دوړوکي رور حليم حيات وينا ده پينځه ويشت کله حميد په 25م اکتوبر 2010م کال کې تښتول شوىؤ او داختر په دوهمه ورځ په اتلسم نومبر دهغه مړى مقامي انتظاميې ته ترلاسه شو.
دخبريالانو تحفظ لپاره کارکوونکي بين المللي تنظيم کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس دلالا حميد دقتل دپلټنو غوښتنه کړې ده.
لال حميد دبلوڅ مقامي ورځپاڼې انتخاب لپاره په گوار کې کار کولواو دپريس کلب باني غړى ؤ.
هغه په بلوڅ قوم پرست تنظيم بلوڅ ملي تحريک په هلو ځلو کې هم برخې اخستې وه.
په بلوچستان کې دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې مخ په زياتيدونکو دتشدد پيښو کې خبريالان هم په نخښه کولى شي.
دروان کال په مهال په شپاړسم اپريل په سول هسپتال کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يو خبريال وژل شوى ؤ او شپږ ژوبل شوي وؤ اؤ له دې وروستو ديوم القدس په موقع ويستل شوې ريلۍ باندې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې يو خبريالان وژل شوى اؤ لس ژوبل شوي وؤ.
ددغو دواړو بريدونو مسؤليت وروستو دپاکستاني طالبانو تحريک قبوله کړې وه.
په کوئټه کې دبلوچستان دحکومت دداخله محکمې سيکرټري اکبر حسين دراني وينا ده دصوبائي محکمې تعلقات عامه سره رجسټرډ شوؤ خبريالانو څخه چا حکومت ته خبر نۀ دى ورکړى چې هغوي ته دچا لخوا دړکې ورکړل کيږي.
په بلوچستان کې له دې وړاندې هم خبريالان دصوبې په بيلا بيلو سيموکې په نخښه کړل شوي دي.
دروان کال دجون په مياشت کې دخضدار يو مقامي صحافي فيض الدين ساسولي او ددغه ضلعې يو بل خبريال وصيح احمد قريشي تير کال نامعلومو کسانو په ډزوسره وژلي وؤ.
په کال 2008م کې دکوئټې يو خبريال ډاکټر چشتي مجاهد پۀ سټيلائټ ټاؤن کې نامعلومو کسانو وژلى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG