لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ټوله نړۍ کې خبريالانو دپاره دريم خطرناک هيواد


تيرکال صوماليه دميډيا لپاره تر ټولو خونړى کال ؤ، په صوماليه کې تندروه ډله الشهاب په تيرو ١٢ؤ مياشتو کې په صومالي خبريالانو دزياترو بريدونو ترسره کوونکې ډله گڼلى شي
تيرکال صوماليه دميډيا لپاره تر ټولو خونړى کال ؤ، په صوماليه کې تندروه ډله الشهاب په تيرو ١٢ؤ مياشتو کې په صومالي خبريالانو دزياترو بريدونو ترسره کوونکې ډله گڼلى شي
دميډيا دتحفظ يوه ډله وائي دټولې نړۍ په کچ پاکستان دخبريالانو دپاره دريم خطرناک هيواد دى چرته چې د روان کال په لمړو شپږو مياشتو کې پينځۀ خبريالان وژل شوي دي .
هند دخبريالانو دپاره د خطرناکو هيوادونو په قطار کې په دوهم نمبر ولاړ دى اؤ په دغه هيواد کې دسږکال په لمړو شپږو مياشتو کې تقريباً هاغه هومره خبريالان وژل شوي، څومره چې په جگړه ځپلي هيواد شام کې وژل شوي دي.
دانټرنيشنل نيوز سيفټي انسټي ټيوټ دسروى ترمخه شام کې سږکال دجنورۍ اؤ جون ترمينځ ٨ خبريالانو خپل ژوند دلاسه ورکړى.
راپور وائي په دغه هيواد کې په خبريالانو حملې شوي، نيول شوي، تښتول شوي اؤ دحکومتي اؤ مخالفو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
همدغه شان دخبريالانو لپاره دوهم خونړى هيواد هند ؤ، چرته چې شپږ خبريالان وژل شوي دي، په کال ٢٠١٠م کې هند دخبريالانو لپاره دخطرناکو گرځول شوؤ پينځوؤ هيوادونو څخه يو ؤ.
دائي اين ايس ائي راپور وائي چې په هند کې يو خبريال دخپل کار له امله وژل شوى، درې په غلطې پيژندگلو اؤ دوه په نورو پيښو کې وژل شوي دي.
دهند په چهتيس گړهـ رياست کې دفرورۍ په مياشت کې ديو ژورنالست Nemi Chand Jain حلال کړل شوى مړى ترلاسه شوى ؤ، چې ورسره خوا کې موندل شوې يو ليک کې هغه دپوليسو مخبر گرځول شوى ؤ.
دخبريالانو د تحفظ کميټې وروستو دمقامي ميډيا په حواله وويل چې مقامي پوليس اؤ ورانکاري دواړه ډلې دجان دوژنې ذمه دارکيدى شي.
راپور وائي پاکستان کې څلور خبريالان په ثانوي چاؤدنو کې وژل شوي دي، ثانوي چاؤدنې يو داسې تاکتيک دى چې پکې دلمړۍ پيښې ځايې ته رسيدونکي لمړني کسان لکه امدادي کارکوونکي اؤ خبريالان په نخښه کولى شي.
راپور کې وئيل شوي دي چې مصر کې هم دجون راپديخوا څلور دميډيا سره تعلق لرونکي کسان وژل شوي ، چې تر دې مهاله په ٢٠١٣م کې دغه دخبريالانو لپاره څلورم خطرناک هيواد دى.
تيرکال صوماليه دميډيا لپاره تر ټولو خونړى کال ؤ، په صوماليه کې تندروه ډله الشهاب په تيرو ١٢ؤ مياشتو کې په صومالي خبريالانو دزياترو بريدونو ترسره کوونکې ډله گڼلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG