لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جی یو ايي "ازادي مارچ" برخه وال په جي ټي روډ د اسلام اباد په لوري روان دي


 جی يو ايي (ف) په پارلیمنټ کې د یو شمیر مذهبي گوندونو سیاسي اتحاد متحده مجلس عمل د چتر لاندې په پارلیمنټ کې نمایندگي لري. اېم اېم ای په قامي اسمبلۍ کې ١٦ چوکۍ لري
جی يو ايي (ف) په پارلیمنټ کې د یو شمیر مذهبي گوندونو سیاسي اتحاد متحده مجلس عمل د چتر لاندې په پارلیمنټ کې نمایندگي لري. اېم اېم ای په قامي اسمبلۍ کې ١٦ چوکۍ لري

د حکومت مخالف سیاسي او مذهبي گوند جمیعت علما اسلام (ف) د "ازادي مارچ" نومې لاریون برخه وال د پاکستان په تاربخي لویه لار "جي ټي روډ" د لاهور نه اسلام اباد په لوري روان شوي دي او ټاکل شوې ده چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ١١ بجې به اسلام اباد ته رسېږي.

د جی یو ايي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان د مستعفي کېدو او نویو انتخاباتو دپاره د خپلو غوښتنو په حق کې دغه مارچ شروع کړی دی.

د مارچ گډون کوونکي د نهې، سه شنبې، په ورځ لاهور ته رسېدلي وو.

د وی او ای اردو څانگې د رپورټ ترمخه، لاهور د پنجاب صوبې او د سیاسي هلې ځلو مرکز گڼل کېږي او وزیراعظم عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک په کال ٢٠١۴ د حکومت خلاف خپل تحریکونه هم د لاهور نه شروع کړي وو. د جی یو ايي (ف) مارچ به د لاهور څخه په جي ټي روډ د گوجرانواله، جهلم او گوجر خان ښارونو نه تېریږي او اسلام اباد ته به رسي او د اسلام به پشاور موړ برخه کې به جلسه کوي.

جي ټي روډ نه یوازې تاریخي لویه لار ده چې د هندوستان د پخواني پښتون حکمران شیرشاه سوري په وخت کې جوړه شوي بلکې د پاکستان په سیاسي تاریخ کې هم اهمیت لري. د وي او ای اردو څانگه خپل رپورټ کې وايي د جي ټي روډ چاپیره علاقو کې د پخواني وزیر اعظم نوازشریف د پاکستان مسلم لیگ (ن) پارټۍ اکثریت دی او په کال ٢٠١٧ کې سپریم کورټ چې نواز شریف د وزیراعظم د چوکۍ دپاره نااهله کړو نو لاهور ته هم په جي ټي روډ ستون شوی و.

د نوازشریف گوند د جی یو ايي (ف) د لاریون حمایت کړی دی او په لاهور کې مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته وویل چې غوښتل یې د د نوازشریف سره وویني خو د پخواني وزیراعظم د صحت له کبله یې ورسره وه نه لیدل.

مشر مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته وویل چې په اسلام اباد کې به خپلې غوښتنې وړاندې کوي او "د ټول قوم احتجاج او غوښتنه به ټولې دنیا ته مخې ته شي."

د مولانا فضل الرحمان نه پوښتنه وشوه چې تر څومره حد پورې د خپل مارچ د کامیابۍ امید کوي؟ نو هغه "وویل که په چا کې د حیا رمق وي نو پکار ده چې د ولس په رای پوهه شي."

مولانا فضل الرحمان وویل مارچ د حکومت خلاف "دهرنا" یا ناسته نه ده بلکې یو تحریک دی او که چیرې عمران خان مستعفي هم نشي نو دا تحریک به نه ودریږي بلکې نور به هم مضبوطولی شي.

د مولانا فضل الرحمان نه پوښته وشوه چې ایا هغه د حکومت لرې کېدل غواړي نو هغه په ځواب کې وویل "ټوله اسمبلي جعلي ده نو تحلیل کول یې غواړو."

جی يو ايي (ف) په پارلیمنټ کې د یو شمیر مذهبي گوندونو سیاسي اتحاد متحده مجلس عمل د چتر لاندې په پارلیمنټ کې نمایندگي لري. اېم اېم ای په قامي اسمبلۍ کې ١٦ چوکۍ لري.

که څه هم نوازشریف په خپلو پلویانو غږ کړی چې د جی یو ايي په مارچ کې دې برمخه واخلي خو څیړونکي سلمان غني وي او ای اردو څانگې ته وویل په مارچ کې د مسلم لیگ (ن) د کارکوونکو گډون په هغه جوش او جذبه نه ليدل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG